د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

عمر:د كابل كنفرانس لپاره تيارى په بشپړه توګه نيول شوى

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر
د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر

د كابل كنفرانس په پام كې دى، چې د روانې مياشتې په وروستيوكې جوړشي، د ولسمشروياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر كرزي په مشرى يوه كمېټه جوړه شوې، چې د ټولو سكټورنو كارونه په دقيقه توګه په كې څېړل كيږي. ويل كيږي، چې په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او د نړېوالې ټولنې د مرستو د لګښت په څرنګوالي كې بدلون د دغه كنفرانس له عمده اهدافو څخه دي.

په داسې حال كې چې په پام كې ده ، كابل ترراتلونكو دوو اونيو پورې د يوه نړېوال كنفرانس كوربه وي، افغان حكومت د دغه كنفرانس لپاره د بشپړو تيارېوخبر وركوي.

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبري غونډې ته وويل، چې د كابل كنفرانس د تياريو بهير په خپله د ولسمشر له خوا څارل كيږي.

د ښاغلي عمر په وينا راتلونكې اونۍ به د هرسكټورمسولين د دې كنفرانس لپاره خپلې طرحې او تيارى له رسنيو سره شريكې كړي.

د وحيد عمر په وينا، د ولسمشر كرزي په مشرى يوه كمېټه جوړه شوې چې د هر سكټور له كار څخه په بېله توګه څارنه كوي:

"له تېرې يوې اونۍ راهيسې يوه كمېټه جوړه شوې ده، دغه كمېټه د كابل كنفرانس د جوړېدو لپاره د تيارېو د كمېټې په نامه جوړه شوې، چې مشري يي د ولسمشر كرزي له خوا كيږي او د كابل كنفرانس لپاره تيارى مو له پخوانيو پېښو څخه غوره دي."

د وزيرانو د شورا د وروستۍ مصوبې پربنسټ د كابل په كنفرانس كې به د غوره حكومت دارى، د امنيت ټينګښت په هېواد كې د نړېوالې ټولنې د مرستو په بهيركې بدلون د زېرمو پياوړتيا او بېلابېل نورمسايل وڅيړل شي.

كابل كنفرانس ته د افغان حكومت يوه طرحه دا ده چې افغان ځواكونه دې تر راتلونكو درېو كلونو پورې د كليدې سيمو امنيت پرغاړه واخلي او په راتلونكو پنځو كلونو كې به د ټول هېواد امنيتي چارو ته اوږه وركوي.

خو يو شمېرافغان كارپوهان په امنيتي نظام كې اوسنيو نيمګړتيا ته په اشارې سره وايي، چې په لنډه موده كې افغان سرتېرو ته د امنيت د سپارلو لړۍ ناممكنه ده.

تمه كيږي، چې كابل كنفرانس د روانې سرطان مياشتې په ۲۹ نېټه د لسګونو هېوادونو د استازو په ګډون په كابل كې جوړ شي.

افغان حكومت وايي، چې په پام كې ده له شپېتو څخه د ډيرو هېوادونو استازي په كې ګډون وكړي.

زياتره عام خلك هم دغه كنفرانس ته په دې تمه دي چې په دې حساس پړاو كې به د افغانستان د بيارغونې او امنيت لپاره ګټورې پريكړې وكړي.

خبرياله : ماريا صديقي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG