د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

فاطمي:د سوداګرۍ پيچلي قانون په هېواد كې د پانګونې مخه نيولې

د حركت د ادارې مشر سيد سليمان فاطمي
د حركت د ادارې مشر سيد سليمان فاطمي

د حركت په نوم يوه موسسه چې په افغانستان كې د سوداګرۍ د ودې لپاره كاركوي وايي، چې لا هم په دې هېواد كې د سوداګرو پر وړاندې ډيرې ستونزې پرځاى پاتې دي. د دغه ادارې مشر سيد سليمان فاطمي د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته افغان سوداګر د امنيت، برېښنا، د سوداګرۍ ملكيت د نشتوالۍ او د مغلقو قوانينو په اړه ډيرشكايتونه كړي دي.

په داسې حال كې چې افغان دولت په هېواد كې د سوداګرو د ستونزو د هوارولو لپاره د خپلو اقداماتو خبره كوي، د حركت په نوم د يوې موسسې چارواكو وايي، د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې نه يوازې هوراې شوي نه دي بلكې په ځينو مواردوكې لا زياتې شوي.

د حركت د موسسې مشرسليمان فاطمي، چې په كابل كې يې په يوه خبري كنفرانس كې خبرې كولې له افغان دولت نه وغوښتل چې د تېرو څو كلونو دغو ستونزو په هواري كې ژر تر ژره اقدامات وكړي.

د ښاغلي فاطمي پروينا په دوه زره اتم ميلادي كال كې د نړېوال بانك په مرسته شوي سروې ښيي چې افغان سوداګر د امنيت او د برېښنا نشتوالې او د سوداګرۍ پيچلى قوانين هغه اساسي ستونزې دي چې په هېواد كې يې د پانګونې مخه نيولې.

ښاغلي فاطمي له افغان دولت څخه وغوښتل، چې د سوداګرۍ د برخې قوانين تعديل او ساده كړي:

"ولې د افغانستان قوانين اوس هم پيچلي دي، ولې دا قوانين په انګريزي ليكل كيږي او په دري ژباړل كيږي، يو يو څه وايي او بل هم بل څه ، ولې د دوى تر منځ هم غږي نشته.

يو قانون وايي، په يوه ځاى كې دې ثبت شي او بل قانون وايي، په بل ځاى كې كله چې يو سوداګرغواړي يو شركت پرانيزي، هغه مجبوره دى چې په لسو ځايونو كې خپل شركت ثبت او راجسټر كړي. ولي په يوه ځاى كې هغه نه راجسټر كيږي.

او موږ په يوې داسي يوې سيمي كي اوسيږو چې په كې هند، پاكستان، چين او نور د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره په سيالۍ كې دي."

د حركت موسسه چې په دوه زره اتم ميلادي كال كې يي په فعاليت پيل كړى دى تر دوه زره پنځلسم كال پورې به افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ د زمېنې د برابرولو په برخه كې فعاليت وكړي.

بل پلو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي مني، چې د سوداګرۍ موجود قوانين ستونزې لري.

د دغه وزارت وياند احمد فرهاد افغانزوى ازادۍ راډيو ته وويل، د سوداګرۍ او صنايعو نوى وزير په پلان كې لري چې د دغو قوانينو د اصلاح لپاره په نږدې راتلونكې كې اقدامات وكړي.

افغان سوداګر تل داسې شكايت كوې چي امنيتي ستونزې او د سوداګرۍ په برخه كې مغلق قوانين دوي ته اجازه نه وركوې چې خپله سوداګرۍ وغوړوي.

دوي په وار وار د خپلو ستونزو د هواري لپاره له امنيتي ارګانونو سربېره له ولسي جرګې څخه د قوانينو په برخه كې د پرتو ستونزو د حل غوښتنه كړې ده.

راپور : ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG