د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

خبريالانو پرچارواکو، ايتلافي ځواکونو او مخالفينو نيوکې وکړې


افغان خبريالان
افغان خبريالان

د افغانستان د ختيځو سيمو خبريالانو د سې شنبې په ورځ له چارواکو، ايتلافي ځواکونواو وسله والو سره خپلې ستونزې وښودې او د حل غوښتونکي يې شول. دا وخت د ملګروملتو د سياسي دفتراود بشري حقونو د کميسيون مسوولينوهم د خبريالانوستونزې تاييد او په ټولو خوا وو يې غږ وکړ چې وې مني.

د ختيځوسيمو خپلواکو خبريالانو وويل، حکومتي چارواکي او ايتلافي ځواکونه په خپل وخت معلومات نه ورکوي او له نا معلومو خواو ګواښل کېږي.

د خبريالانو د ناستې پرېکړه ليک د کاري ژورنالستانو د ټولنې مشر شېرشاه همدرد په دې توګه ولوست:

۱- په افغان حکومتي چارواکو، ايتلافي ځواکونو او وسله والو مخالفينو غږ کوو، چې د خبريالانو د بې طرفانه هلو ځلو په وړاندې خنډو نه جوړ نه کړي، دوى خپل کار ته پرېږدي او د دوى په اړونده چاروکې ورسره مرسته وکړي.

۲- له مسوولو دولتي چارواکو او ايتلافي ځواکونو نه غواړو، چې د پېښې پر وخت ژورنالېستانو ته معلومات ورکړي او له ضدو نقيض خبرو او د معلوماتو له ځنډولو لاس واخلي.

٣- له ښکېلو خواوو غواړو، چې ژورنالېستانو ته له مختلفو ادرسونو د ګواښونو او ډارونې له مسلې نه لاس واخلي.

٤- ژورنالېستان بې طرفه خلک دي، نه د حکومت مربوط دي، نه د ايتلافي ځواکونو او نه هم د وسله والو مخالفينو، ژورنالېستان د يوه لوري ننګه هم نه کوي او په پوره بې طرفۍ خپل کار ته دوام ورکوي، هيله ده چې ټولې خواوې دوى بې طرفه وګڼي.

بيا د بشري حقونو د خپلواک کمېسون سيمه ايز مشر ډاکټر بېدار وويل، ژورنالستان ښه وايي ده وويل: د بشري حقونو د تګ لارې په اساس خبريالان د بيان د خپلواکۍ په اړه پوره صلاحيت لري او هېڅوک له دوى نه دا صلاحيت نه شي اخيستى او په کار ده چې دوى ته په وخت معلومات ورکړل شي او د دوى د سپېڅلي مسلک درناوى وشي.

ده وويل، د بشري حقونو کمېسيون به په پوره اخلاص د خبريالانو غږ ټولو ته ورسوي، ورپسې د ملګرو ملتو د سياسي دفتر مطبوعاتي مسوول شفيق الله واک وويل:

هر کله چې د خبريالانو ستونزې ورته ويل شوي دوى لاس په کار شوي ده وويل: په روان کال کې په درې څلورو قضيو کې دوى ته خبريالانو مراجع کړې او دوى اړونده چارواکي ورغوښتي او دغه راز يې د دوى غږ نورو اړونده دولتي او غېر دولتي ادارو ته رسولى.

واک زياته كړه، د ملګروملتو دفتر اوس هم چمتو دى، د خبريالانو دغه ستونزې ټولو خواو ته ورسوي. ده وويل په کابل کې د چار شنبې په ورځ د ملګرو ملتو د اړوندو سيمه ايزو دفترونو غونډه جوړېدونکي ده، د خبريالانو دغه ستونزې يې ياداشت کړي او هلته به يې خامخا مطرح کوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل: د خبريالانو د ستونزو د اواري لپاره د نورو ناستو برابرى هم په کار دى ده وويل: يوازې د خبريالانو ستونزې نه دي، بلکې حکومتي ادارې هم له خبريالانو نه ګيله منې دي.

ده زياته كړه، په راتلونکي لنډ وخت کې به يو دوه ورځنى ورکشاپ ور وبلي او خبريالان او چارواکي به دواړه يو بل ته سره مخامخ کړي، چې ستونزې په چا کې دي او څه ډول يې حل کړي.

خبريالانو وويل که حکومت، ايتلافي ځواکونه او نورې خواوې د دوى ستونزې وا نه وري؛ نو په اينده کې به دوى نوې پرېکړې اعلان کړي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG