د امريكا د سنا مجلس يو پلاوى چې په دې وروستيو كې د افغان چارواكو د ليدنې او له نږدې څخه دهېواد د وضيعت د څيړلو لپاره كابل ته راغلي وو، د خپل سفر په ترڅ كې يي له كندهار ولايت څخه هم ليدنه كړې.
دغه پلاوي چې د امريكا د جمهوري خوا ګوند د مخكښ غړي جان مككېن په مشري راغلي وو، دوشنبې د خپل سفر په وروستۍ ورځ يوې خبري غونډې ته راڅرګند شول.
امريكايي سناتورانو وويل، چې بايد له افغانستان سره ډېرې مرستې وشي ترڅو دا هېواد يوځل بيا د بحران پر لور لاړ نه شي.
سناتور جان مككين په دې خبري غوڼده كې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وكړ، همدا راز مككين له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو له نېټې سره مخالفت وكړ او ويي ويل، چې د پوځيانو د وتلو د نېټې له معلومولو سره به د وسله والو مخالفينو خوځښتونه پراخ شي:
"كه چېرې دښمن ته ووايي، چې څه وخت افغانستان پريږدي له ماتې سره مخ كيږي او كه چېرې په را روان كال كې له افغانستان څخه د اوسنيو شرايطو په پام كې نيولو سره د ځواكونو د ايستلو لړۍ پيل شي، نو موږ نه بايد پر د ښمن زيرى وكړو چې زموږ د ځواكونو وتل د ماموريت له ختمېدو مخكې ترسره كيږي."
سناتورجان مككين چې د خپل سفر په ترڅ كې يي د كندهار ولايت له دولتي چارواكو او اوسيدونكو سره هم له نږدې كتلي وويل، چې د كندهار اوسيدونكي په كندهار كې له وسله والو طالبانواو له كمزوري حكومتداۍ څخه شكايت درلود چې له دوي څخه يي د امنيت د ټينګښت او د ادارې د ښه والي غوښتنه وكړه.
په دې غونډه كې د امريكا د سنا يو بل غړي لونس ګراون وويل، چې افغانان د نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امريكا متحده ايالتونو مرستې ته ډيره اړتيا لري او بايد اوږد مهاله مرستې ورسره وشي.
نوموړي د امريكا د كانګرس له خوا افغانستان ته د نږدې څلور ميليارد ډالره چې د اداري فساد له امله ځنډول شوي دي وويل، چې ښه به داوه ترڅو دغه پيسې د افغانستان په واك كې وركړل شوى واى.
"امريكا په كانګرس كې د افغانستان له ملكي برخې سره د مرستو د كمولو هڅېې روانې دي، زه داسې فكر كوم چې د امريكا كانګرس دا تېروتنه كوي چې د افغانستان له ملكي برخې سره يي د درې اعشاره اته ميليارډه ډالرو مرسته بنده كړه،دا سمه ده چې په افغانستان كې اداري فساد شته، خو دا مرسته د افغانستان د ماموريت لپاره ضروري ده."
د امريكا د سنا پلاوي د خپلې ليدنې په ترڅ كې افغان ولسمشر ته د امريكا پر اوږد مهاله مرستو ټينګار كړى دى، د ولسمشرۍ له دفتر څخه په يوه خپره شوى خبرپاڼه كې ويل شوي دي، چې د امريكا د سنا د مجلس غړو د افغانستان له ولسمشر سره په دې هېواد كې د نړېوالو پوځي ځواكونو پرشتون او له اداري فساد سره پر مبارزې خبرې كړي دي.
افغانستان ته داسې مهال دغه امريكايي سناتورانو سفر كړى دى، چې په دې هېواد كې تاوتريخوالو زوراخيستى دى او نړېوالو پوځي چارواكو هم وړاندوينه كړې ده چې په دې هېواد كې سختې ورځې په مخ كې لري.
راپور: ذكيه غياثي