د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۵

فراهي:ګرځندويان د تېركال په پرتله ډېر شوي


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ګرځندوى د چارو مرستيال غلام نبي فراهي
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ګرځندوى د چارو مرستيال غلام نبي فراهي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د ګرځندوى يا توريزم لپاره د اسانتياوو په برابرولو سره يې د ګرځندويانو ډېرپام افغانستان ته را اوښتى دى اود نړېوالو ګرځنديانو شمېر د تېر كال په پرتله ډېر شوى دى، خوعام خلك له دولت څخه غواړي چې د توريزم په برخه كې خپلې چارې لا جدي كړي.

په داسي حال كې چې په افغانستان كې امنيتي حالت د اندېښنې وړ بلل كېږي، د افغانستان د اطاعاتو او فرهنګ وزارت چارواكي وايي، چې د ګرځندويانو شمېر د تير كال په پرتله ډېر شوى.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ګرځندوى د چارو مرستيال غلام نبي فراهي وايي، تر پخوا د ګرځندويانو لپاره امنيت حالت ښه شوى او نورې اسانتياوې هم ورته برابرې شوي او له همدې امله يې شميرهم زيات شوى دى.

د اقتصادي چارو څېړونكي په دې باور دي، چې په افغانستان كې د ګرځندوى صنعت پراختيا د دغه هېواد له اقتصادي پرمختګ او د بې وزلۍ د له منځه وړلو سره مرسته كولاى شي.

دوى وايي، افغانستان ته د ګرځندوېانو د تګ راتګ په اساس به بهرنيان د افغانانو له كلتور سره هم بلد شي، چې د سولې او باور د فضا په رامنځته كولو كې هم ونډه اخيستلاى شي.

بل خوا يوشمېرعام خلك بيا په هېواد كې د ګرځندوى د وضعيت په اړه بيل فكر لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواكي وايي، چې د دوشنبې په ورځ يې په كابل كې د افغانستان د ګرځندوى او كلتوري ميراثونو انسټيټوټ هم پرانيسته.

د راپورونو له مخې ګرځندوى يا توريزم په افغانستان كې خورا اوږد تاريخ لري او ويل كېږي تر جګړو مخكي به ډېرو ګرځندويانو له افغانستان څخه ليدنه كوله او حكومت به له دې لارې ډېر عايدات اخيستل.

خو د وروستيو كلونو په جنګ جګړو كې په افغانستان كې د لرغونو ځايونو، موزيمونو، د ليدو وړ ځايونو د زيانمنېدو او نا امنېوله امله افغانستان ته د ګرځنديانو تګ كم شوى او دغه صنعت سخت زيانمن شوى.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG