په داسې حال كې چې د افغانستان د امنيتي ځواكونو د پياوړي كولو په اړه بحثونه روان دي، د افغانستان د ملي اردو ځواكونه د ډيروامنيتي مسووليتونو منلو ته چمتو شوي دي.
د افغانستان د ملي اردو د ښوونې او روزنې چارواكي وايي، چې دا مهال د ملي اردو د سرتېرو شمېر يولك او څلورديرش زرو ته رسېدلى اوهڅه كيږي چې لسګونه زره نور سرتېري هم ژر وروزل شي او په ولايتونو كې د ملي اردو له ليكو سره يوځاى شي.
د افغانستان د ملي اردو د ښوونې او روزنې عمومي قومندان جنرال امين الله كريم د دوشنبې په ورځ د سيلاب په مركزي قول اردو كې خبريالانو ته وويل، چې دا مهال په هرات، كندهار، بلخ، ګرديز او د كابل په دارالامان كې هم د ملي اردو د روزنې مركزونه موجود دي او د ملي اردو سرتېرو ته د بهرنيو ځواكونو په سلا مشوره په لوړ كيفيت روزنه وركول كيږي:
"له نیکه مرغه موږ د ملي اردو د سرتېرو شمېر له پلان سره سم بشپړ كړى او هڅه كوو، چې له ټاكلي وخت نه وړاندې يولك يو اويا زره اوشپږ سوه د ملي اردو سرتېري وروزو.
د ملي اردو د شمېر تر څنګ د ملي اردو د ځواكونو كيفيت او ښې روزنې ته هم ډيره پاملرنه كيږي."
دا مهال په كابل او ولايتونو كې د ملي اردو شپږ قول اردوګاني موجودې دي او دغه راز په كابل كې يوه د هوايي ځواكونو قول اردوهم فعاليت لري.
د ملي اردو د ښوونې او روزنې چارواكي وايي، چې اوس مهال په پوځي اكاډمۍ كې دوه زره محصلين، د كابل په تعليمي مركز كې كابو شل زره سرتېري او افسران او دغه راز د زونونو په ښوونيزو مركزونو كې هم دوه ويشت زره افسران او سرتېري په پوځي برخه كې په زده كړو بوخت دي.
په عين حال كې ناټو ځواكونه وايي، چې دوى هڅه د افغانستان د ملي اردو ځواكونه په لوړ كيفيت وروزي او په پر مخ تللو پوځي تجهيزاتو يې سمبال كړي.
د افغانستان د ملي اردو د ښوونې او روزنې د عمومي قومندانۍ سلا كارجنرال ډيويډ پيټرسن څرګنده كړه، چې دا مهال د ملي اردو د سرتېرو روزنه ښه روانه ده:
"د افغانستان د ملی اردو ځواكونه د روزنيزو پروګرامونو د پرمخ بوولو په برخه كې مخكى دي، تاسو به د روزنې په سيمه كې نن د لوژېستيك يو كنډك ووينى، چې د چاوديدونكو موادو په وړاندې به غبرګون وښيي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو برخو كې په ځانګړي توګه په جنوبي ولايتونو كې نا امنۍ ډيرې شوي او د دولت وسله والو مخالفينو خپلو فعاليتونو ته زور وركړى.
بل لورته په ولسي جرګې كې د كندهار، هلمند او ځينو نورو جنوبي ولايتونو استازي وايي، چې د دفاع وزارت بايد له دغو ولايتونوڅخه هم د ملي اردو ليكو ته د ځوانانو د جلب اوجذب لړۍ ګړندۍ كړي.
د ملي اردو د ښوونې او روزنې عمومي قومندان جنرال كريم په دې اړه وويل، چې په زونونو كې د ملي اردو د سرتېرو د روزنې مركزونه ځكه فعاله شوي تر څو له يوې خوا د جلب او جذب پروسه چټكه شي او له بل لوري د ملي اردو په ليكو كې د هرې سيمې ځوانان موجود وي او خپل مسووليتونه ترسره كړي.