د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

كريسټال ته د كال د غوره شخصيت جايزه وركړل شوه


په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پخواني قومندان جنرال مك كرېسټال
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پخواني قومندان جنرال مك كرېسټال

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز، په افغانستان كې د ناټواو امريكايي ځواكونو د پخواني قومندان جنرال مك كريسټال د كارونو ستاينه وكړه او هغه ته يې د كال د غوره شخصيت جايزه وركړه. دغه جايز د جنرال كريسټال په غياب كې تېره شپه د ايساف ځواكونو په استازيتوب جنرال نيك پاركر واخيسته.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پخواني قومندان جنرال مك كرېسټال ته چې د خپلو ځينو څرګندونو له امله يې استعفا وركړه، د هغه د ښو كارونو له امله د كال د غوره شخصيت جايزه وركړه.

دغه جايزه تېره شپه د سياسي او څېړنيزو كتابونو ليكوالو ته د جايزې وركولو په مراسموكې د جنرال مك كريسټال په غياب كې، په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو يوه قومندان نيك پاركر ته تسليم شوه.

د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز رئيس داود مراديان وايي، جنرال مك كريسټال په افغانستان كې د امريكا د نوي ستراتيژۍ د پلي كولو تر څنګ له پولو بهر د وسلوالو مخالفينو ځالې ټينګې څارلې او بل خوا يې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هم اغېزناك ګامونه واخيسته:

”جنرال مك كريسټال يو بريالى توريسن و، چې د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز په باور يې خپلي تورۍ په عمل كې پلي كړي وې.
عظيمي: جنرال كريسټال ملكي برخو ته ډېر پام كاوه


د مك كريسټال د توريګانو برياليتوب د ترهګرۍ پر ضد د هغه د نوي ستراتيژۍ هر اړخيزه توب و، د دې جايزې د وركولو دوېم دليل دا و، چي له ملكي وګړو څخه د جنرال كريسټال د ملاتړ هلې ځلې وې.“

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز وايي، جنرال مك كرېسټال په افغانستان كې د خپل ماموريت په دوران كې وكولاى شول، چې د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې په ملكي مرګ ژوبله كې څلورڅلويښت فيصده كموالى راولي.

د افغانستان د دفاغ وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وويل، چي جنرال كريسټال ملكي برخو ته ډېر پام كاوه او برياليتوب يې يوازې په پوځي برخو كې نه لېده:

”مك كريسټال چي د اوباما د ستراتيژۍ د عملي كولو لپاره يې زمينه برابره كړه، د پوځي عملياتو تر څنګ يې ملكي برخو ته هم ډېره پاملرنه وكړه، هغه په دې باور و چي ، د ښې حكومت دارۍ، د خلكو ژوند ته د پاملرني او په دې هيواد كي پراختيا ته د نه پاملرني په صورت يوازي په پوځي هڅو نه شي كېداى چي هرڅه تر لاسه شي.“

د دفاع وزارت وياند د ناټو او امريكايي ځواكونو د نوي قومندان ډيويډ پټريوس څخه چي د مك كريسټال پر ځاى راغلى وغوښته، چې د ښاغلي كريسټال پر لار دې ولاړ شي او د افغان او نړېوالو ځواكونو تر منځ د همږغۍ لپاره دې ډېرې هڅې وكړي.

د پوځي او سياسي چارو څېړونكي په دې باور دي چې د نوي قومندان جنرال پټريوس لپاره په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو مشري اسانه كار نه دى او ډيرې لوړې ژورې لري.

خو دوي هيله ښيي چې كه پټريوس خپلې ستراتيژۍ او كارونه له افغان ځواكونو سره همږغي كړي نو په دې برخه كې به د پام وړ بريا تر لاسه كړي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG