د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

جاپان په افغانستان کې د خپلو لګول شويو مرستو په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اكليل حكيمي او د جاپان د چارو زوارت د نړیوالو همکاریو ريیس شیرو سدو شیما
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اكليل حكيمي او د جاپان د چارو زوارت د نړیوالو همکاریو ريیس شیرو سدو شیما
د كابل د نړيوال كنفرانس د جوړېدو په درشل كې د جاپان او افغانستان تر منځ د اړيكو ټينګښت او په هېواد كې د جاپان د ميليونو ډالرو د مرستو د لګښت څرنګوالی د جاپان او افغانستان تر منځ د همكاريو د پراختيا د شپږمې كلنۍ غونډې د اجندا په سر كې و.

د افغانستان او جاپان تر منځ د همكاريو د پراختيا شپږمه كلنۍ غونډه، چې د شنبې په ورځ په كابل كې جوړه شوه د افغانستان د يوشمېر وزارتونو مرستيالانو او يوه چاپاني پلاوي په كې ګډون كړى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اكليل حكيمي، چې د دې غونډې كوربه و، د غونډې په اړه داسې وايي:

"موږ مخكې له دې هم له جاپاني چارواكو سره پنځه غونډې كړي دي، اصلي هدف يې دا دې، چې جاپان مخكې هم له موږ سره مرستي كړي دي او د پنځو راتلونكو كلونو لپاره يعنې له دوه زره نهم ميلادي كال راهيسې يې د نږدې پنځه ميليارد ډالره د مرستې ژمنه كړي او غواړم، چې د سكتوري وزارتونو د غوښتنې مطابق دا مرستې د افغان حكومت په واك كې وركړل شي."

ښاغلي حكيمي وويل، افغان ولسمشر چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې جاپان ته سفر كړي و، له افغانستان سره د جاپان د نورو مرستو په اړه تفاهم شوي دي او ټاكل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د روان ميلادي كال په پای كې په جاپان كې يو كنفرانس هم جوړ شي.

د جاپان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزه همكاريو كلنۍ غونډه تېر كال هم په كابل كې جوړه شوې وه، خو چارواكو وويل، د سږكال په جوړه شوي غونډه كې به له افغانستان سره د جاپان د نوې پنځه ميليارد ډالره مرستې په اړه ډېر بحثونه وشي او افغاني لورۍ به جاپان ته د دې مرستو د لګښت په برخه كې د خپلو لومړيتوبونو په اړه معلومات وركړي.

د جاپان دبهرنيو چارو وزارت د نړيوالو همكاريو رييس شيرو سدو شيما چې كابل ته د راغلي جاپاني پلاوي مشري هم پر غاړه لري له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار وكړ.

"موږ به ستاسو تر څنګه ودریږو او ستاسوله پراختیايي ستراتیژۍ سره به مرسته وکړو، موږ غواړو چې په راتلونکو کلونو کې هم ستاسو سره پاتې شو، چې تاسو ته ملت جوړوونی په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړ."

ښاغلي شيما د افغان دولت پراختيايي سترايتژي وستايله او ويې ويل، چې دا موضوع به د كابل په نړيوال كنفرانس كې هم ياده كړي.

د افغانستان د لوړ پوړو دولتې چارواكو په وينا جاپان له افغانستان سره دوهم مرسته كوونكي هيواد دی، چې تر اوسه يې له افغانستان سره د بيا رغوني، كرنې، امنيت او د نشه يي توكو پرضد د مبارزې په برخه كې فعاله برخه اخيستي.

افغان چارواكي چاپان له دې امله هم ستايي چې د دوى په وينا له افغانستان سره يې د مرستو برخه كې خپلې نوي فيصده ژمنې عملي كړي دي.

خو ځينې عام افغانان بيا د نړيوالو د مرستو د لګښت د څرنګوالي په اړه شكايتونه كوي او وايي، يوه برخه د اداري فساد له امله ضايع كيږي او اكثره لرې پرتې سيمې ترينه بې برخې دي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG