د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

د افغانستان جګړه او د امریکايي سیاستوالو خپل منځي شخړې

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د ګوند رییس مایکل سټیل د خپل ګوند له خوا په جمهور رییس اوباما باندې سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل، د افغانستان نهه کلنې جګړې ته د عسکرو استولو ژمنه اشتباه وه او دا جګړه د جمهور رییس اوباما انتخاب دی. ده د جمهور رییس اوباما داستعفی غږ وکړ.

د ښاغلي سټيل په خبرو باندې سیاست والو سخت انتقادونه وکړل او ده وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او د افغانستان له جګړې څخه یې د جمهوریت غوښتونکو د ګوند په ملاتړ ټینګار وکړ.

خو خپله دا اشتباه یې اصلاح نه کړه، چې د افغانستان جګړه جمهور رییس اوباما نه، بلکې پخواني جمهورریس جورج ډبلیو بوش په امریکا باندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې تروریستي حملې وروسته پیل کړي وه.

ډموکراټان چې په راتلونکي نومبر میاشت کې د کانګرس د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې ورته چاپیریال سخت شوی دی، د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د مشر دا خبره ورته ډېره ښه وسیله شوه، چې په خپلو جمهوریت غوښتونکو رقیبانو حمله وکړي او رای ورکوونکو ته وښیې چې د دغه ګوند مشر په دې نه پوهیږي، چې د افغانستان جګړه چا پیل کړې ده.

محافظه کار لیکوال "بېل کریسټل" لومړنی کس و، چې د سټنډرډ په نامه اوونینزې کې یې ولیکل، ښاغلی سټیل باید استعفی وکړي.

کرېسټل چې د افغانستان د جګړې ملاتړی دی، په اوونیزې کې یې لیکلي: طبعاً، ځیني خلک شته چې فکر کوي موږ باید له افغانستان څخه ووځو.

دوی، د خپلې دې غوښتنې وړتیا هم لري. خو خبره دا ده چې د دوی په ډله کې باید د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر نه وي ولاړ.

ښاغلی سټیل د پنجشنبې په ورځ، د جمهوریت غوښتونکو ګوند په یوې غونډې کې د وینا په مهال چې خبریالانو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړ شوې، په جمهور رییس بارک اوباما باندې انتقادونه وکړل او ویې ویل، چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده. د ده خبرې په ویډیو کې ثبت او په انټرنټ کې ایښودل شوي دي.

د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر دا هم وویل، که چیرې جمهور رییس اوبا د تاریخ داسې زده کوونکی وي، چې په خبره یې سر نه خلاصیږي نو غوره به داوي، چې په افغانستان کې دې جګړه نه کوي.

د تاریخ د زرونو کلونو په اوږدو کې هر چا چې په افغانستان کې ځان ازمویلی، ناکام شوی دی. د دې لپاره دلایل موجود دي. په افغانستان کې د دخالت او شاملیدو نورې لارې هم شته.

د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر په وینا کې وویل، د افغانستان جګړه د ښاغلی اوباما انتخاب دی او متحده ایالات یې فعالانه ملاتړ نه کوي.

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر په غونډې کې له وینا وروسته په خپرې کړې اعلامیې کی ویلی، په دې کې هیڅ پوښتنه نشته چې امریکا باید د تروریزم ضد جګړه وګټي.

د ازادې نړۍ د امنیت په مقصد، د دې جګړې د ګټلو لپاره امریکا خپل کسان واستول. دا زموږ لپاره یو سخت ازمېښت دی، موږ په افغانستان کې له بري پرته بل هیڅ شی نه شو منلی.

د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر ښاغلي سټيل دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو نوی قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس د جمعې په ورځ افغانستان ته لاړ.

ښاغلي سټیل، د جنرال مککرېسټل د لیرې کېدو په اړه وویل، د جنرال مککرېسټل لیري کول ډېر خندنی کار دی او له دې څخه معلومیږي، چې پوځیان له جمهور رییس اوباما څخه په تنګ شوي دي.

د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د مهمې انټرنټ پاڼې سر لیکوال ایرک ایرکسن، چې د ځوانو جمهوریت غوښتونکو نظرونه خپروي، د خپل مشر یعنې ښاغلي سټیل د لیرې کیدو غږ ګړی دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG