د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۳

د ځوانانو لپاره ځانګړې خپرونه


په دې خپرونه كې لومړى د هغوځوانانو په اړه رپوټ لرو، چې د افغانستان د موسيقۍ د توليد په رياست كې د موسيقي الې زده كوي.

د ساز د الو غږول او د سندرو بلل د ګڼو ځوانانو شوق دى، همدا شوق ځينې ځوانان د موسيقي د زده كړې كورسونو ته كاږي او د استادانو مخې ته كينوي.

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د موسيقۍ د توليد رياست په وروستيو څو كلونو كې د موسيقي شوقي ځوانانو ته د اواز او د موسيقي د الاتو د زده كړې يونيم كلن كورسونه جوړ كړي.

په دغو كورسونو كې د سندرغاړو د تربيې تر څنګ ځوانانو ته د موسيقۍ مختلف الات لكه طبله، هارمونيه، ويلون، رباب او ځينې نورې الې ور زده كېږي.

د موسيقۍ د توليد د رياست په كورسونو كې استادان د اوونۍ درې ورځې شاګردانو ته راګونه، تالونه او د موسيقي اصطلاحات او اساسات زده كوي.

مسعود كوچى له يونيم كال راهيسې د موسيقۍ د توليد په رياست كې ويلون زده كوي، دى كله چې ويلون په كيڼ لاس په ولي پورې كړي او په ښي لاس د ويلون په تارونو كمانچه راتېره كړي نو داسې خوندوره نغمه ترې پورته شي چې زړه ته لار كوي.

فدا محمد له پنځلس كلو راهيسې طبله وهي او درې كاله كېږي چې د موسيقي د توليد په رياست كې ځوانانو ته طبله ورزده كوي.

فدا محمد وايي، چې طبله الفاظ لري نو د شاګردانو د طبلې زده كړه د الفاظو له زده كړې پيلوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسيقي د توليد رئيس ديپلوم انجنير عبدالجليل سديد وايي، چې د دې رياست يو نيم كلنو كورسونو ته ځوانان په وړيا توګه جذبېږي.

ښاغلى سديد وايي، چې تر اوسه په دې كورسونو كې د موسيقي د اساساتو زده كړه د غوږ له لارې كېږي يعنې استاد راګونه او تالونه په ژبه تېروي، زده كوونكي يې اوري او حافظې ته يې سپاري خو وروسته له دې غواړي د موسيقي زده كړې د نوټ له مخې وشي

بيا د هغه ځوان كيسه اورو، چې په دواړو پښو معلول دى خو همت يې له لاسه نه دى وركړى او تر ډېرو روغو انسانانو ښه كار او ژوند لري.

د افغانستان د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولانو د وزارت د شمېرنو په اساس په افغانستان كې له يو ميليون څخه زيات معلولان شته چې ګڼ يې ځوانان دي.

ځينې دغه ځوانان كله چې معلول شوي ، له ژونده نا امېده شوي او په راتلونكې يې باور له لاسه وركړى، ځان نا توانه او له كاره وتلى ورته ښكاري او د بې وزلۍ تورې شپې سبا كوي، خو شته داسې ګڼ ځوانان هم چې له معلوليت سره سره يې د جوړوانسانانو په څېر ښه ژوند برابر كړى او نه پرېږدي چې معلوليت يې لوړ همت راټيټ كړي.

د پكتيا ولايت اوسېدونكى دوست محمد له همداسې ځوانانو څخه دى، دوست محمد په دواړو پښو معلول دى او د كابل په مراد خانۍ كې د دو ستونه سراى سرايوان او ساتونكى دى.

دوست محمد په دواړو پښو معلول دى او د امسا په مرسته تګ كوي، خو د خپل ژوند د بهترۍ لپاره يې تل هلې ځلې كړي او په خپل مټ يې خپلې ستونزې اوارې كړي.

دوست محمد وايي، په سر كې ډېر مايوسه شوى و، خو ډېر ژر يې دا هوډ وكړ چې له پېښې تيښته نشته بايد خپل ژوند سمبال كړي او كار روزګار ته ملا وتړي.

دوست محمد وايي، د معلوليت درد انسان ځوروي خو كه هر معلول هوډ وكړي كولاى شي له معلوليت سره مقابله وكړي، كار وكړي او ځان داسې ځاى ته ورسوي چې نورو ته بېلګه شي او دا ووايي چې معلول به خامخا يم خو نا توانه نه يم.

دوست محمد له دولت څخه غواړي، چې معلولانو ته د كار روزګار په موندلو كې مرسته وكړي او د كسبونو د زده كړې زمينه ورته برابره كړي .

د خپرونې په وروستيو كې د اوونۍ سندره هم شته، تاندې څانګې خپرونه چې په كابل كې يې لينا شريفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

ددې پروګرام د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG