د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۹

ولې په افغانستان کې د صنایعو د پرمختګ لپار کار نه کیږي؟

كه څه هم په افغانستان كې د طالبانو د حكومت تر راپرځيدلو ورسته په هېواد كې پانګونه ډېر شوې او د افغاني توليداتو ګنې فابريكې جوړې شوې دي، خو له دې سره سره كارپوهان وايي، چې افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بې سارې مرستې با وجود په دغه هېواد كې صنايعوو او افغاني توليدانو د پام وړ وده نه ده كړې.

كسب ګر او د فابريكو خاوندان په هېواد كې د امنيت تر څنګ د دوى د توليداتو لپاره د بازارونو نشتوالى هم لويه ستونزه ګڼي.

د هرات ولايت د فرنيچر د برخې د صنعتكارانو مشر غلام سخي واحدي وايي، چې هېوادته د بهرنيو بې كيفيته مالونو واردولو د وطني توليداتو بازارونو ساړه كړي دي:

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې مسوولان بيا په هېواد كې د پانګونې او صنايعوو د ودې او پراختيا په برخه كې د صنعتكارانو د فزيكي او روحي امنيت تر څنګ د دوى د پانګونې او كار و بار د مصونيت خبره هم كوي.

د افغانستان د صنايعوو او سوداګرۍ د خونې مشر محمد قربان حقجو وايي:

"د يو صنعتكار او پانګه اچونكي فزيكي، جسمي او رواني امنيت بايد خوندي وي او د دې تر څنګ د دوى كارو بار بايد مصون او تضمين شوى وي څو دوى وكولاى شي په ډاډمن ډول خپل كارو بار ته دوام وركړي."

خو هغه لويه ستونزه چې په هواري سره يې ويل كيږي دا شان نورې ډيرې وړې ستونزې هم لرې كېدلاى شي هغه په افغانستان كې د صنايعوو په برخه كې د يوې منظمې ستراتيژۍ نه موجوديت دى.

كارپوان وايي كه چيرې د صنايعوو په برخه كې يوه منظمه ستراتيژي رامنځته شي نو د افغاني توليداتو بازار به هم تود شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت وزير انوار الحق احدي چې په دې لنډو ورځو كې يې له ولسي جرګې څخه د باور رایه تر لاسه كړه، د خلكو استازو ته د خپل راتلونكي كاري پلان د تشريح پر مهال د دا شان يو ستراتيژۍ جوړول د خپلو كارونو له لومړيتوپونو څخه وګڼل.

"زه به حکومت یوه واضح صنعتي پالیسي جوړوم، خصوصي سکتور ته به دا صنایع ورښییم، چې په کوم کې چانس د کامیابېدو زیات وي، داخلي تولید خصوصا د عادي مصرفونو اجناس به زیاتوم او د هېواد په داخلي تولید کې به د صنایعو ونډه ډېروم."

د اقتصادي چارو كارپوهان صنعت يو مهم سكتور ګڼي او وايي، چې صنعت د اقتصاد بنسټ جوړوي .

د دوى په وينا صنعت د نورو سكتورونو لپاره د پرنختګ لاره هواروي.

د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځې استاد سيف الدين صيحون:

"صنعت د ټولو ستکورونو اساس او بنسټ تشکیلوي، ځکه چې صنعت نورو سکتورونو لپاره زمنیه برابروي چې پرمختګ وکړي، ځکه چې صنعت د کرنې، ترانسپور او واردات او صادراتو لپاره زمینه برابروي."

په افغانستان كې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا ايسا وايي، چې له ۲۰۰۰ زيږديز كال راپه دې خوا يې د صنايعوو په برخه كې نهه سوه مليونه ډالره پانګه جلب كړې ده.

د دغې ادارې د ادارې مرستيال شريف روشن احمدزي په وينا په افغانستان كې څلور صنعتي پاركونه پلان شوي دي.

ښاغلى احمدزى د دغو پاركونه په اړه وايي:

"د پانګونې د ملاتړ ادارې د صنعتي پارک په جوړولو کې یو ډېر غټ پارک، په جلال اباد د کار لاندې دی، هیله ده چې ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې دا پارک افتاح شي او د متشبسینو په اخیتار کې به ورکړل شي.

زموږ بل پارک په مزار شریف کی دی، چې مکمل توضیح شوی، بل پارک مو د کابل ښار په بګرامیو سیمه کې دی، ځمکې یې پانګوالو ته وېشل شوي او ځینو پانګوالو خپل تولیدات هم پیل کړي دي او په کندهار کې هم یو پارک لرو."

په داسې حال كې چې د افغان ولسمشر حامد كرزي د حكم له مخې له ټولو دولتي ادارواو دغه شان له بهرنيو موسسو څخه غوښتل شوي، چې د افغان صنعتكارانو د هڅونې لپاره دې له افغاني توليداتو څخه استفاده وشي د ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي وايي، چې په دې پرخه كې د سيالۍ د ګتلو لپاره په كار ده چې د افغاني توليداتو كيفيت لوړ شي:

"په اقتصادي برخه كې سخته سيالي رامنځته شوې ده، د دې لپاره چې افغاني توليدات په هېواد كې د ننه او بهر كې د خلكو پام ځانته واړوي لازمه ده، چې د كيفيت برخې ته يې پاملرنه وشي او په دې توګه افغاني توليدات په كورنيو او بهرنيو ماركيتونو كې خپل ځاى پيدا كړي."

افغاني توليدات په ځانګړي ډول د هيواد غالۍ، مرمر او فرنيچې په يو شمير سيميزو او نړيواليو نندارتونونو كې د ګډونكوونكو له تاوده هركلی سره مخ شوی دی.

د راپورنو له مخې په دې ورستيو كې په تاجكستان كې هم په يو صنعتي نندارتون كې پر افغاني توليداتو د ګډنوالو لويه څپه راماته شوې وه.

د اقتصادي چارو كارپوهان په داسې حال چې د كورنيو او بهرنيو نندارتونونو جوړيدل د افغاني توليداتو د پيژندنې، ودې او پراختيا لپاره ګټور بولي وايي، چې په كار ده د افغاني توليداتو لپاره په هيواد كې د ننه يو دايمي ننداراتون جوړ شي، څو په دې توګه افغانان او سيلانيان له افغاني توليداتو سره پيژندګلوي پيدا كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG