د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

شهراني وايي، د زېرمو له غیر فني کیندو څخه مخنیوی کوو

د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني
د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني
په داسې حال كې چې د افغانستان د كانونو د را ايستلو د څرنګوالي په برخه كې دا مهال صلا مشوري كيږي، د افغانستان د كانونو وزارت وايي، چې هڅه كوي د كانونو د ناسمې كندنې څخه مخنيوی وكړي او د فني كندنې په برخه كې د سيمې خلكو ته د كار شرايط برابر كړای شي.

د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني د پنجشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې اوس د دې وخت را رسيدلی، چې په خپل سري توګه د كانونو د كندنې مخنيوې وشي.

"د افغانستان په ځينو سيمو كې په خپله سره توګه كندني ترسره شوي دي او غير فني توګه كاني مواد را ايستل شوي دي، چې موږ به ورته داسې يوه پاليسي جوړه كړو چې هم به په خپل سره او په غير فني توګه د كانونو كندنه بنده شي او هم به د سيمي خلكو ته د كار زمينه برابره شي او هم عايدات هم دولت ته په شفافه توګه راټول شي."

د افغانستان د كانونو وزارت په دې وروستيو كې د هېواد د كانونو د فني رايستلو په برخه كې خپلې هڅې توندې كړي دي، چې په همدې ترڅ كې يې په تيره اوونۍ كې په لندن كې يو كانفرانس هم جوړ كړی و، څو نړيوال پانګوال دې ته وهڅوي چې د افغانستان د كانونو په برخه كې پانګونه وكړي.

د افغانستان د كانونو وزير دا هم وويل، چې د كانونو د را ايستلو په برخه كې به د پانګوالو ترمنځ په شفافه توګه داوه طلبي وشي.

دغه راز ښاغلي شهراني وړاندې زیاته کړه، چې له هېواد څخه د كرومايټو د ډبرو له قاچاقو څخه به هم مخنيوی وشي.

"كرومايټ هم قاچاقيږي چې لومړی له افغانستان څخه پاكستان او بيا له پاكستان څخه نورې نړۍ ته قاچاقيږي، چې د اوسپنې د ويلي كېدو په برخه كې تري كار اخيستل كيږي.

په افغانستان كې د كرومايټو د ډبرو ډېر زياتي زيرمې شته دي، چې موږ به د امنيتي ارګانونو سره يوځای د دغې ډبرې د قاچاقو په مخنوي كې كار وكړو."

د افغانستان د كانونو د وزارت چارواكي وايي، چې د افغان دولت مخالفين او د هېواد بهرني دښمنان د بيلابيلو پلمو او پلانونو په ترڅ كې غواړي، چې د كانونو له رايستلو څخه مخنيوى وشي، خو د افغانستان د كانونو وزير وويل، چې د كانونو د كندنې لپاره به غوره امنيتي شرايط برابر شي لكه څرنګه چې په لوګر كې د عينكو د مسو د كان د كندنې لپاره برابر شوي دي.

د ده په وینا، چې تر اوسه پورې د ډبرو او د ساختماني موادو د را ايستلو په برخه كې له ساختماني كمپنيو سره له ۱۵۰ څخه تر ۱۷۰ قراردادونو پورې لاسليك شوي دي.

راپور: مجاهد جواد
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG