څارونکي جنرال پټرویس هغه شخصیت بولي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ترې ډیره هیله لري، چې هغه به وکولای شي چې په افغانستان کې پوځی ماموریت له ناکامي وژغوري.
جنرال پټرویس د جنرال سټیلي مککرېسټل ځای نیسي، چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما دی پر امریکایي چارواکو د انتقادونو پخاطر له کاره لیرې کړ.
پټرویس چې مخکې یې په عراق کې د امریکا جګړه رهبري کړې د سنا له تصویبېدو مخکې په استماعیه غونډه کې زیاته خوشبیني ونه ښوده، چې دی به وکولای شي په افغانستان کې د نهې کلنې جګړې مسیر ډېر ژر بدل کړي.
پټرویس داهم وویل، چې دی به پرهغو مقرراتو له سره کتنه وکړي، چې په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له امله پرې انتقادونه کیږي.
د امریکا مشرانو جرګې په ۹۹ مثبتو رایو پټرویس تایید کړ. ده ته هیڅ سناتور منفي رایه ورنه کړه.
د امریکا د سنا له تصویبه سمدستي وروسته ولسمشر بارک اوباما په یوه اعلامیه کې وویل، چې د سنا عاجل اقدام او د جنرال پټرویس بې سارې تجربه به دا ډاډ حاصل کړي، چې د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژۍ بریالی شي.
اوباما ویلي، چې پټرویس په افغانستان کې د امریکا د هلوځلود بریالیتوب او په دې هیواد کې د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو مهم جز دی.
پټرویس مخکې له دې چې افغانستان ته لاړ شي او له راتلونکي یکشنبې څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه په کارپیل وکړي، پرون بروسل ته روان شو چې د ناټو تړون له غړیو سره د افغانستان د جګړی په اړه سلاومشوره وکړي.
د ناټو غړیو د جنرال پټرویس د ټاکنې ملاتړ کړی دی.
د بریتانیا دفاع وزیر لیام فاکس له واشنګټنه د کتنې په مهال پټرویس یو بې ساری مشر وباله خو په افغانستان کې یې ایتلافي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو خبرداری ورکړ.
فاکس دغه راز له افغانستانه په بېړه د وتلو له امله د ناټو غړیو ته خبرداری ورکړ، ویې ویل، چې دا به د دې خطر زیات کړي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لاره هواره شي او د هغه اټومي وسله لرونکي ګاونډ پاکستان به هم بې ثباته شي.
د ناټو درې غړیو هالند، کاناډا او پولند ویلي، چې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.
له بلې خوا د امریکا پوځ وروسته له دې چې جنرال پټرویس په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وټاکل شو، د هغه پرځای د سمندري ځواکونو د قول اردو قومندان جان الین مرکزي قومندان وګوماره.
الین د امریکا په سمندري ځواک کې ۳۴ کال خدمت کړی او په ۲۰۰۸ کې د دې ځواک مرستیال قومندان وټاکل شو.