د افغانستان په دولتي اداروكې د ډير فساد د موجوديت په اړه د امريكا د كانګرس د مالي كميټې د مشرې له تندو انتقادونو څخه وروسته افغان دولتي چارواكي وايي، چې ډېر فساد د نړيوالې ټولنې په هغو قراردادونو كې دى چې له نړيوالو موسسو سره په هېواد كې شوي دي.
د افغانستان د ماليې وزير ډاكټرعمر زاخيلوال د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دافغانستان په دولتي ادارو كې فساد د خدماتو په برخه كې موجود دى.
خونړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي چې په دې هيواد كې د حكومتي ادارو په مقايسه په نړيوالو غير دولتي موسسو كې فساد زيات دى او بايد چې په اړه دقيقه څيړنه وشي:
دا څرګندونې وروسته ترهغې كيږي چې د امريكا د كانګرس د مالي كميټې رييسې نيتا لاوې ويلي، ترهغې چې ډاډمنه نه شي چې د امريكا د ماليه وركوونكو پيسې د افغان حكومت د فاسدو چارواكو، د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو او تروريستانو جيبونو ته نه ځي يوه پيسه به هم له افغانستان سره د مرستې لپاره منظوره نه كړي.
خو د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې په تيرو درېيو كلونو كې له دې هېواد سره په پراختيايي برخو كې كابو شل مليارده ډالره مرسته شوې چې څلو راعشاريه دوه ميليارده يې د كابل د نړيوال هوايي ډګر له لارې بهر ته ليږدول شوي او ښايي چې سلګونه مليونه ډالره نور د بانكونو او د دې هېواد له نورو هوايي ډګرونو څخه هم دوبۍ ته ليږدول شوي وي.
ډاكټر زاخيلوال څرګنده كړه، چې د دوى شواهد دا ښيي چې د ځينو غيردولتي نړيوالو موسسوله خوا د قراردادونو په سلوكې او يا برخه بهر ته ليږدول شوې او دغه راز ځينې نړيوالې موسسې چې په افغانستان كې فعاليت لري په قاچاق كې هم لاس لري:
"قرارداديان په افغانستان كې ډيرې پيسې د پروژو د عملي كولو لپاره ترلاسه كوي چې يوازې شل يا دېرش فيصده يې په دې هېواد كې لګوي او نور يې بهر ته ليږدوي، دوى د ماليې له وركولو څخه هم معاف دي.
دغه راز ځينې قرارداديان په ځانګړي توګه چې په امنيتي اوتداركاتي برخو كې فعاليت لري د بيلابيلو موادو په قاچاق كې هم لاس لري."
نړيوالې ټولنې په تيرو څو كلونو كې ډير ځلې په افغان حكومت په دولتي ادارو كې د ډير فساد د موجوديت له امله انتقادونه كړي او ويلي يې دي، چې بايد مخه يې ونيول شي.
خوافغان حكومت وايي، چې اصلي فساد د افغانستان په دولتي ادارو كې نه بلكې په هغو نړيوالو ارګانونو كې موجود دى چې په دې هيواد كې فعاليت لري او د نړيوالو مرستو په سلو كې اتيا د دوى له خوا لګول كيږي.
د افغانستان د ماليې وزير ډاكټرزاخيلوال وويل، چې دوى به د كابل په جوړېدونكي نړيوال كنفرانس كې هم دا موضوع مطرح كړي او يوځل بيا به له نړيوالې ټولنې څخه وغواړي، چې د خپلو مرستو ډېره برخه دافغان حكومت له لارې په دې هيواد كې ولګوي.