د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

د ننګرهار پر هوايي ډګر وسله والو مخالفينو بريد کړی

د ننګرهار په هوايي ډګر د چارشنبې په ورځ سهار شاوخوا ٧ بجې د وسله والو مخالفينو په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل، په ميدان کې دننه چاودنه شوې او وروسته د نړۍ والو ځواکونو له خوا دفاعيه جګړه شوې، خو نور جزيات لادوى ته نه دي معلوم.

بل پلو د ننګرهار والي وياند احمدضا عبدالزي، وويل د هوايي ډګر له شمالي څنډې نه څو تنو ځانمرګو او وسله والو په هوايي ډګر بريد کړې چې په دفاعيه بريد کې څوتنه مخالفين وژل شوي، ده وويل نور جزيات ورته معلوم نه دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې ٦ تنه چې ځانمرکي او وسله وال دواړه په کې وو، هوايي ډګر ته په ننوتو يې بريد کړى، چې نړۍ والو ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.

د ملاعبدالشکور په نامه يوه وسله وال مخالف، چې ځان يې د تورې بوړې په نامه د مخالف محاذ دځانمرګو د تنظيموونکو مشر ښوده، وويل، ١٠ تنه يې هوايي ډګر ته ننيستلي، چې ٣ يې ځانمرګي او ٧ تنه يې وسله وال و او يو تن يې د چاودېدونکو موادو نه ډک موټر په ميدان کې الوزولى او پر ائتلافي ځواکونو يې د حملې په کولو د هغوى ځينې الوتکې هم له منځه وړي.

د دوى د ملګرو بريد کوونکو له ډلې ٦ تنه وژل شوي، ٤تنه يې تربريد وروسته بېرته تښتېدلي.

خو د ننګرهار دپوليسو وياند سمونوال عبدالغفور دمخالفينو د دغه ضد ونقيص خبرو په اړه ازادي راډيو ته وويل،چې موږ نه پوهېږو چې مخالفين ولې دغسې ادعاوې کوي ځکه چې دوى يو ځل رسنيو ته ٤ تنه ښودلي و، بيا يې د کابل رسنيو ته ٦ تنه وښودل او اوس يې ازادي راډيو ته د لسو تنو ادعا کړې.

که کوم بل ته ټېلفون وکړي ښايي دولس تنه وښيي، چې دا په خپله د دوى دناسمو ادعاګانو ثبوت دى.

په ختيځ کې دايتلاف مطبوعاتي دفتر جګړه تاييد کړې خو لايې نور جزيات نه دي ښودلي.

هوايي ډکر ته څېرمه د خوشګنبد سيمې اوسېدونکو عيني شاهدانو وويل، تر بريد وروسته امريکايي الوتکو د ميدان څنګ و څټ ته بمباري کړې او ځاى ځاى ډزې هم اورېدل کېږي.

د دغه جګړې دتلفاتو په اړه لاپوره جزيات روښانه شوي نه دي .

محمد داود وفا
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG