د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

جوادي: هزاره نوماندو وزیرانو ته د عدم اعتماد رای وکولو کې د حکومت لاس دی

د هزاره قوم دغه نا راضه استازي چې شمېر يې پنځو تنو ته رسيده د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې يوه غونډه جوړه كړه.
د هزاره قوم دغه نا راضه استازي چې شمېر يې پنځو تنو ته رسيده د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې يوه غونډه جوړه كړه.

په ولسې جرګه كې د هزاره قوم يوشمېر استازو د سې شنبې په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې له لارې په ولسې جرګه او حكومت انتقاد وكړ، چې د هزاره قوم د كانديد وزيرانو په ردولو سره په هيواد كې قومي نفاق ته لمن.

په ولسي جرګه كې د هزاره قوم يو شمير استازي په دې باور دي، چې د هزاره نومانده وزيرانو ته د عدم اعتماد د راى په وركړه كې په خپله د حكومت لاس دی.

د هزاره قوم دغه نا راضه استازي چې شمېر يې پنځو تنو ته رسيده د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې يوه غونډه جوړه كړه.

په ولسي جرګه كې د هزاره قوم يوه استازی سرور جوادي وويل، دا درېيم ځل دی چې د ولسمشر حامد كرزي له خوا په معرفي شوي كابينه كې هزاره قوم ته ولسي جرګه رايه نه وركوي.

"موږ په مخامخ ډول د ښاغلي كرزي ډله په پارلمان كې شريك بولو، وګورئ كله چې د ولسي جرګې پريكړې د ښاغلي كرزي د ډلې په ګټه نه وي د هغو پريكړو په وړاندې دريږي.

پرون هم د رايې وركونې په بهير كې د ولسي جرګي كاري اصولو ته درناوی ونه شو نو دا د ملي يوالي پر خلاف يو حركت تر سره شو."

د سې شنبي په ورځ ولسي جرګې د حامد كرزي له خوا معرفي شوي كابينې ته چې شمير يې اوه تنو ته رسيده پنځو تنو ته يې د باور رايه وركړه او دوه نور د لوړو زده کړو وزارت نوماند سرور دانش د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته نوماند داود علي نجفي په دې ونه توانېدل چې د ولسي جرګي له خوا د باور رايه ترلاسه كړي.

د ولسې جرګې له خوا ځكه په دې وروستيو كې د هزاره قوم كانديد وزيرانو ته د عدم اعتماد رايه وركول كيږي، چې په حكومت كې د هزاره قوم يوشمېر لوړ پوړي چارواكې د ملي ستونزو په هواري كې قوم پالنه كوي.

بل پلو د ولسې جرګې دوهم مرستيال صالح محمد سلجوقي ازادي راډيو ته په خبرو كې دا تورونه رد كړل او ویې ويل چې دا د ټولو وكيلانو عمومي پريكړه او د نوي معرفي شوي كابيني د رد او تاييد په اړه په ولسي جرګه هيڅ بيروني فشار نه و.

"د ولسي جرګې په اداري پلاوي باندې هيڅ ډول بهرنى فشار نه و، بلكې هيڅ ډول اړيكې هم ونه نيول شوې چې د كوم كانديد وزير په ګټه او يا زيان كمپاين وشي.

دا پرېكړه د وكيلانو سياسي پريكړه وه، كله چې د عمومي غونډې پرېكړه وشي بايد هغې ته درناوی وشي او ټول يې ومنو."

د ولسمشر وياند هم د سې شنبي په ورځ په كابل كې په يوه خبري غونډه كې د ولسي جرګي له خوا د هزاره قوم د دوه كانديد وزيرانو ردول د ولسې جرګي كار وباله.

د چارو كتونكې د ولسي جرګي له خوا د هزاره قوم د نوماند وزيرانو د رودلو علت په دې وروستيو كې د هزاره ګانو او كوچيانو تر منځ را ولاړ شوي كړكيچ ښيي، چې په حكومت كې د هزاره قوم استازو د دې كړكيچ په حل كې يواځې د هزاره ګانو په ننګه ولاړ وو.

راپور: ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG