د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

فاکس: په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره باید طالبانو سره خبرې وشي

د بریتانیا د دفاع وزیر لییم فاکس
د بریتانیا د دفاع وزیر لییم فاکس

د بریتانیې د دفاع وزیر وايي، یوازې پوځي اقدام به په افغانستان کې د اوږد مهالې ثبات ټینګولو لپاره کافي نه وي نو له دې امله ایتلافي قواوې باید د طالبانو له ځیني غړو سره خبرې وکړي. د بریتانیې د حکومت دې مقام پرون په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې...

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د تشدد زیاتېدو په نړیوالو ایتلافي قواوو فشار راوستی تر څو په افغانستان کې د دې پوځي ماموریت د پای ته رسیدو د وخت او څرنګوالي په اړه غور وکړي.

روانه میلادي میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره په تیرو تقریبا ۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

نظر پوښتنې ښکاره کوي، چې د بریتانیې د وګړو له درېیو څخه دوه برخې فکر کوي، چې په افغانستان کې جګړه نه شي ګټل کیدای او ډېر ژر له دې هېواده د خپلو عسکرو د وتلو غوښتونکي دي.

د رویټر خبري اژانس په حواله د بریتانیې د دفاع وزیر لیم فاکس ویلي، چې له یو شمیر طالبانو سره د خبرو نظریه یې د بریتانیې د پوځ له مشر جنرال ډېوېډ ریچارډ سره شریکه کړې ده.

ده د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې، د دې ډول بغاوت په پای کې د دې ضرورت پیښیږي، چې د مخالفو او موافقو ډلو تر منځ فرق وشي.

د لیم فاکس په باور، دا د افغانستان د حکومت لپاره د خلکو د یوې سترې برخې د ملاتړ جلبولو لپاره اړین اقدام دې.

ده زیاته کړې، چې له جنرال ریچارډ سره یې په دې اړه چې څرنګه باید په ولس کې د دې نظر د پیاده کولو لپاره هڅې جاري وساتل شي خبرې کړي.

په داسې حال کې چې د ملي امنیت لپاره پوځي اقدام ډير ضروري دې، داسې سیاسي مذاکرو موجودیت ته اړتیا ده، چې په اوږده مهال کې له افغانستان څخه موږ ته د وتلو لاره خلاصه کړي او افغانستان هم په امنیتي خلا کې واقع نه شي.

د بریتانې د پوځ لوي درستیز د یک شنبې په ورځ له بي. بي. سي سره په دې ارتباط په مرکه کې وویل، چې دی هیڅ داسې دلایل نه ویني چې دا خبرې ژر تر ژره پيل نه شي.

په عین حال کې د بریتانیې صدراعظم ډېوېډ کامرون ویلي، چې د بیا پخلاینې پروسه روانه ده او هغه طالبان، چې له جګړې لاس اخیستلو او د افغانستان د اساسي قانون منلو ته تیار دي بېرته په ټولنه کې د جذبیدو لاره لري.

کامرون ویلي، چې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې چې په کاناډا کې ترسره شوه وویل شول، چې موږ د یوه داسې افغانستان د جوړلو هڅې نه کوو چې هغه له هره پلوه تکمیل وي بلکې د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي یو، چې د امنیت د تامینوولو جوګه وي او بېرته د القاعده لاس ته ونه لویږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG