د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

دپاکستان لوی پوځي چارواکي کابل کې دي


اشفاق کیاني د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره خبرې کوي
اشفاق کیاني د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره خبرې کوي

دپاکستان دپوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او دآۍ ایس آۍ مشر جنرال احمد شجاع پاشاه دافغانستان پاکستان او امریکا دګډ کمیسون دغونډو په ترڅ کې کابل ته تللي دي .

سره له دې چې چارواکي وایي دغه پوځي مشران ددرې اړخیزګډ کمیسون دعادي غونډو په لړ کې کابل ته تللي خو چارواکي وایي امکان لري دوی په کابل کې جمهور رییس سره دوه اړخیزه غونډه هم وکړي .

کابل ته دپاکستان دلویو پوځي چارواکو سفر په داسې مهال ترسره کیږي چې رپوټونه وایي جمهور رییس کرزي په ورستیو شپو ورځو کې له مولوی سراج الدین حقاني سره چې دوسلوالو مخالفینو دیوې ډلې مشردی او په شمالي وزیرستان کې اوسی دوه ځلې کتلي دي .

خو دافغانستان حکومت دغه رپوټونه په کلکه ردوي .
دافغانستان دجمهوری ریاست ویاند حامد علمی ازادي راډیو ته وویل :

(( مونږداخبره په کله ردوو. په دې هکله هیڅ کوم ملاقات نه دی شوی . او داخبره چې ګویا دهغې ډلی مشر کابل ته راغلی اودافغانستان جمهور رییس سره یې کتلي دي دابالکل حقیقت نه لري او مونږپه جریان کې نه یو اوداخبره بالکل غلطه او نادرسته ده .))

دغه راز دپاکستان دپوځ ویاند جنرال اطهر عباس هم هغه رپوټونه ردل کړل چې وایي دجمهور رییس کرزي او مولوی سراج الدین حقاني ترمینځ خبرې دپاکستان دپوځ په منځګړیتوب ترسره شوي دي .

(( داخبره بالکل بې اساسه ده او چا هم نه ده تایید کړې . داسې کومه خبره نشته چې ګنې پوځ یا بل چا به په دې اړه کوم کردار ادا کړی وي . اوپه راپور کې هم دکومې پخې سرچینې حواله نه ده ورکړل شوې . ))

داسې ډنډورې هم خپرې شوې دي چې وایي اسلام اباد هلې ځلې کوي چې دکابل او وسله والو مخالفینو ترمنځ دیوې روغې په ترڅ کې دهیواد په راتلونکې سیاسي نظام کې دغو ډلو ته برخه ورکړل شي .

دپاکستان دپوځ لوی درستیز تیره اونۍ دامریکا ، برتانیې او افغانستان له لویو سیاسي او پوځي مشرانو سره خبرې وکړې .

ده دتیرې جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې دامریکا دپوځ له لوی درستیز ادمیرال مایک مولین سره خبرې وکړې او له هغې وروسته یې دبرتانیې دبهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ سره وکتل او په افغانستان کې یې دیوسیاسي حل په اړه خبرې وکړې.

دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازی ریچارد هولبروک او دافغانستان بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول هم تیره اونۍ له کیاني سره ولیدل .

دامریکا داردو لوی درستیز اډمیرال مایک مولین په افغانستان کې دی او له جمهور رییس حامد کرزي سره یې دامریکایي قواوو دقوماندان جنرال مک کریستال له لرې کیدو وروسته دنویو حالاتو په اړه خبرې کړي دي .

کارپوهان په دې باوردي چې کابل ته دپاکستان دپوځ دلوی درستیز او داستخباراتو دمشر روانه لیدنه له وسله والو مخالفینو سره دکابل دسولې پر پلان بی تاثیره نه ده .

XS
SM
MD
LG