د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۹

د كابل ښاريان د ډيزل او پطرولو له لوړې بيي شكايت كوي

كه څه هم چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سونګ موادو د بېو د كنټرول لپاره د خپلوهڅو خبروركوي، خو لا هم يو شمېركابل ښاريان د ډيزل او پطرولو له لوړې بيې شكايت كوي، د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزيرې ژمنه كړې وه ، چې په راتلونكې يوه اونۍ كې به په موټرو كې د سونګ موادو بيه له دوه څلويښت څخه يو څلويښت افغانيو ته راټيټه شي.

ځينې كابل ښاريان په دې اند دي، چې د سونګ موادو د څار كمېسېون هڅې د نفتي موادو د بيو د راټيټولو لپاره ګټورې او دوامداره نه دي.

چارواكې وايي، د سونګ موادو د بيو د څار كميسيون چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارواستازي يي غړيتوب لري تېره اونۍ پريكړه وكړه، چې د كابل په ګډون په ټولو ولايتونو كې بايد يو ليتر تيل په درې څلويښت افغانيو خرڅ شي خو تر اوسه پورې دي پريكړې ته پاملرنه نه ده شوې.

دا چې په كابل ښاركې اوس مهال تيل په څوافغانيو خرڅيږي او ولې د سونګ موادو پر بېود څار د كميسيون پريكړې ته پاملرنه نه ده شوې.

چارواكي وايي، چې دوي هڅه كوي ترڅو د سونګ موادو بيې له څلويښت افغانيوهم را ټيټې كړي، خو يو شمېر خلك د چارواكو په دا ډول ژمنو بې باوره شوي او وايي چې مخكې يي هم ورته ژمنې كړي چې تر نن ورځې پورې نه دي پلي شوي.
د كابل ښاريان د تيلو له لوړې بيې شكايت كوي


د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزير تېره اونۍ د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته په پوره ډاډ سره وويل، چې په راتلونكې يوه اونۍ كې به د كابل په ګډون په ځينونورو ولايتونو كې د تيلو په بېو كې د پام وړكموالى راشي.

(زه تاسې ته ډاډ دركوم، چې په نږدې راتلونكي كې به تيل د پخوا په شان دوه څلويښت او څلويښت افغانۍ شي او دا به په يوه اونۍ كې كيږي.)

خو د دې ټاكلې مودې په پوره كېدو سره لاهم د كابل د تيل خرڅولو په ټانكونو كې د تيلو په بيه كې هيڅ بدلون نه دى راغلى.

دغه موضوع مو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له وياند احمد فرهاد افغانزوى سره شريكه كړې او ترې پوښتلې مو دي چې ولې ښاغلي ييلاقي په دې ونه توانيد چې خپله ژمنه عملي كړي، نوموړي د پوښتنې په ځواب كې وايي:

(ښاغلى وزير سل په سلو كې داسې وعده ونه كړه، چې ان به تيل درې څلويښت افغانيو ته راټيټوي، خوموږ به په دې اړه څيړنه وكړو چې څنګه موږ ته سوداګرو وعده راكړه، چې يو ليټر تيل به په درې څلويښت افغانۍ خرڅوي خو دوي يي اوس په پنځه څلويښت افغانۍ خرڅوي، موږ خبر شوي يو چې د تيلو يو شمېر ټانكونه دا كار كوي خو موږ به له هغوي سره اړيكه ونيسواو دا ستونزه به زر حل شي.)

په دې وروستيو ورځو كې په افغانستان كې د تيلو د لوړو بيو په اړه ډير شكايتونه اوچت شوي دي.

څو اونۍ مخكې داسې رپوټونه خپاره شول چې د تيلو واردونكو سوداګرو د حيرتانو په بندر كې لاس په احتكار پورې كړي دي او هڅه كوي چې د افغانستان په بازارونو كې د تيلو بيه لوړه كړي.

كه څه هم چې سوداګرو دا اوازي رد كړي خو چارواكي وايي، چې د دې سوداګرو نمونه يي لويي څارنوالۍ ته وركړي دي.

د چارو يو شمېر كتونكي په دې اند دي ترهغه پورې چې دولت د سونګ موادو د مافيا مخه ونه نيسي د تيلو بيو به راټيټې نه شي او هم به د بې كيفيته تيلو د واردلو مخه ونيول شي.

راپور: ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG