د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

اطلاعاتو ته د لاس رسي تر نامه لاندې يوسمپوزيم پرانيستل شو

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو د معينيت سر پرست جلال نوراني
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو د معينيت سر پرست جلال نوراني

دا تحليلي سمپوزيم د افغانستان د مدني ټولنې او بشر د حقونو د شبكې له خوا پرانيستل شوى، چې د ژورناليستانو د اتحادېو، د ولسي جرګې او يو شمېر ليكوالو په كې ګډون كړى و. دوى په هېواد كې د رسنيو اوسنى حالت ښه ونه ارزولو او هيله يي وكړه، چې دولت دې ژورنالستانو ته د فعاليت زمينې برابرې كړي.

د ديموكراسى په تامينولو كې اطلاعاتو ته د لاس رسي اغيزهغه موضوع وه، چې د مدني ټولنې او بشر د حقونو د شبكې له خوا په يوه تحليلي سمپوزيم كې مطرح شوه.

د مدني ټولنې او بشر د حقونو چارواكو وويل، چې دوى له تېر كال راهيسې هڅې پيل كړي دي تر څو د هېواد له هرې سيمې څخه د خلكو نظريات راټول او د يو پراخ تحليل په نيتجه كې ترې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د قانون طرحه جوړه كړي.


د دې شبكې د پروګرامونو ريئس نعيم نظري وويل، چې اوس د دې وخت رارسېدلى چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون له مخې رسنۍ دا حق ومومي چې خلكوته په هره برخه كې كره اطلاعات ورسوي، ده وويل:

"اطلاعاتو ته لاس رسۍ په هېواد كې يوه لويه اړتيا ده او د مدني ټولنې ستراتيژيك هدف ټاكي، له بده مرغه تراوسه خلكوته سم اطلاعات نه رسېدلي، غواړو د هېوادوالو نظريات راټول او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون طرحه ورڅخه جوړه كړو."

په دې سمپوزېم كې د هېواد يو شمېر ژورناليستانو د ملي شورا ځينې غړو او د ژورناليستانو د اتحادېو ځينو استازېو ګډون كړى او د موضوع په هكله يي تحليلي مقالې وا ورولې.

چارواكو وويل، له تېر كال راهيسې يي هڅې پيل كړي دي چې د ټولنې د هر قشر نظريات راټول اواطلاعاتوته د لاس رسي د قانون طرحه ترې جوړه كړي.

د مدني ټولنې او د بشرد حقونو شبكې په پاى كې يو پيغام هم خپوركړ، چې له ټولو خلكو څخه په كې غوښتنه شوې ده چې د دې طرحې په بشپړولوكې دې د دوى تحليلونه ور وسپاري.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مني، چې اوس هم په دې لاره كې ستونزې شته خو جدي هڅې كوي، چې شته ستونزې له مخې لېرې كړي.

د دې وزارت د فرهنګي چارو د معينيت سر پرست جلال نوراني وويل:

"كله دا قانون تصويب شو د رسنيو د قانون كلك ملاتړ به وكړي، له دې وروسته ژورنالستانوته د فعاليت زياته زمينه برابره شي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه كوي په ټولو ارګانونوكه ملكي وي او كه پوځي، زور راولي چې له ژورناليستانو سره همكاري وكړي."

اطلاعاتوته د لاس رسي لپاره روانې هڅې په داسې حال كې كيږي، چې په دې هېواد كې نه يوازې دا چې په ډيرو مواردو كې ژورناليستان نه شي كولاى چې خپلې چارې په سمه توګه پرمخ بوزي بلكه ډيرځلي وهل شوي ټكول شوي او ان زندانو ته اچول شوي هم دي.

سربيره پردې ځينې ژورنالستان د هېواد په يوشمېرسيمو كې د مخالفينو له خوا وژل شوي هم دي.

راپور:خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG