د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

په كابل كې د انجونو ترمنځ د باسكټ بال او واليبال سيالۍ

په كابل كې د انجونو سپورتي سيالۍ
په كابل كې د انجونو سپورتي سيالۍ

په كابل ښار كې د انجونو د ښوونځيو ترمنځ د باسكټ بال او واليبال سيالۍ چې د جوزا په شپږ وېشتمه نېټه پيل شوې وې د دوشنبې په ورځ پاى ته ورسېدې. د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په دې سياليو كې د واليبال شپاړلس او د باسكټ بال نهو ټيمونو برخه اخېستې وه.

د كابل په ښار كې د مرېم د انجونو عالي ليسه د دوشنبې په ورځ د باسكټ بال او واليبال د سياليو كوربنه وه.

د پوهنې وزارت د بدني روزنې ریيس همايون عالميار وويل، چې په دې سياليو كې د كابل ښار د بېلابېلو ښوونځيو لسګونه ورزشكاره انجونو ګډون كړى اوهد ف يي د پوهنې وزارت د ملي ټيم لپاره د غوره ورزشكاره انجونو انتخابول دي، نوموړي د دې سياليو پايلې داسې اعلان كړې:
د سپورټ مينه والې انجونې:كه چېرې دوي ته د سپورټ په برخه كې بشپړې زده كړې وركړل شي نو دوي كولاى شي چې د سپورټ په نړېوالو سياليو كې هم ګډون وكړي.


"د دې سياليو نتيجه د باسكټ بال په برخه كې د ملكې ثريا عالي ليسې لومړى مقام د زرغونې د لېسې ټيم دوهم مقام، د ملالۍ ليسې درېم او د رابعه بلخي د ليسې ټيم هم دریېم مشترك مقامونه وګټل.

د واليبال په برخه كې د مريم د عالي ليسې ټيم لومړى مقام، د ملالۍ د ليسې ټيم دوهم، د رحمان مېنې د ليسې ټيم دریېم او د درخانۍ د عالي ليسې ټيم هم دریېم مشترك مقامونه وګټل، چې مباركي ورته واېم."

كه څه هم په دې وروستيو كلونو كې د افغان انجونو لپاره د سپورټ كولو ډيره زمينه برابره شوې ده، خو يو شمېرهغه انجونې چې غواړي سپورټ وكړي په ښوونځيو كې د سپورټي وسايلواود مسلكي ښوونكو له نشتوالي شكايت كوي.

په دې وروستيو كلونو كې د افغانستان د المپيك ملي كمېټه ځوانانو ته د سپورټ د زمېنې د برابرولو په برخه كې خپلو هڅو ته دوام وركړي، خو يو شمېرانجونې شكايت كوي چې دوي ته برابرې شوې اسانتياوې كمې دي او نه شي كولاى د سپورټ د برخې مينه والو په ځانګړي توګه د انجونې ستونزې ځواب كړي.

كه څه هم چې په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې د انجونو سپورټ ډيره اوږده مخينه نه لري، خو په دې وروستيو كلونو كې يو شمېر انجونې په ځينو ولايتونو كې په دې توانيدلي دي، چې د سپورټ په برخه كې كمې زده كړي ترلاسه كړي.

په كابل ښار كې د سپورټ مينه والې انجونې واېي، كه چېرې دوي ته د سپورټ په برخه كې بشپړې زده كړې وركړل شي نو دوي كولاى شي چې د سپورټ په نړېوالو سياليو كې هم ګډون وكړي.

راپور: ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG