د CIA مشر لیون پانېتا وویل، له تروریستانو سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګ نښې لیدل کېږي، خوسختې ورځې لا په مخکې دي.
پانېټا له ABC ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړه، د القاعده بدلېدونکې ستراتیژي اوس پر هغو کسانو متکي شوې چې تروریستي سوابق نه لري او یا په امریکا کې استوګن دي.
د CIA مشروویل، د امریکا استخبارات، له کلونو راهیسې د القاعده د مشراسامه بن لادن د استوګنې د ځای په اړه کره معلومات لري.
د ده د اټکل له مخې د القاعده نژدې سل تنه فعالان په افغانستان کې دننه فعال دي او پاتې د پاکستان په غرنیو سرحدي سیموکې پټ شوي.
پانېتا وویل، د بې پیلوټه الوتکو د حملو او نورواستخباراتي عملیاتو په مرسته د القاعده شبکې نیمايي مشرتابه له منځه وړل شوې ده.
ده زیاته کړه، CIA د خپل تاریخ په ترټولو خونړېوعملیاتو کې ښکېل ده او نتیجه یې دا چې د القاعده شبکې جګ پوړي مشران یې له منځه وړي دي.
ښاغلي پانېتا که څه هم د القاعده شبکې په ځپلو کې د بریاوو یادونه وکړه، خو په افغانستان کې دننه، له طالبانوسره د جګړې په اړه یې ډېره لږه خوشبیني څرګنده کړه.
کله چې د CIA له مشرلیون پانېتا څخه پوښتنه وشوه، چې واک ته د ولسمشراوباما له رسېدو وروسته ایا طالبان نورهم ځواکمن شوي، ده په ځواب کې وویل، طالبانو اوس د تاوتریخوالي فعالیتونه او پر نړېوالو ځواکونو خپل بريدونه زیات کړې دي.
پانېتا همدارنګه وويل، پرمختګ شوی خو دا پرمختګ ترهغې اندازې چې ټولو یې تمه لرله، ډېر كمزوری دی، د CIA مشرله طالبانوسره د پخلاینې لپاره د افغان حکومت د پلانونو په اړه شک وښود، ویې ویل، ده تراوسه داسې نښې نښانې نه دي لیدلي چې ګنې طالبان به پخلاینې ته لېوال وي یا دې خپلې وسله کېږدي او یا دې د القاعده شبکې له ملګرتیا لاس واخلي او د دې غوښتونکي دې وي چې په ټولنه کې عادي ژوند پیل کړي.
خو په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما نظر یوڅه مثبت و. ده وویل، موږ باید دې هڅو ته په شک خو په عین حال کې په ازاد نظر وګورو.
ښاغلي اوباما چې د کاناډا په تورانتو ښارکې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې خبرې کولې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو د ټاکل شوې نېټې په برخه کې د اندېښنو په اړه هم خبرې وکړې ویې ویل، په دې اړه ډېرې اندېښنې او وسوسې رامنځ ته شوي، خو ده په ډاګه کړه چې د ده اصلي تمرکز په افغانستان کې د پوځي ماموریت د بریالیتوب یقیني کول دي.
خو ولسمشر اوباما په افغانستان کې د خپلې ستراتیژۍ دفاع وکړه، ویې ویل، امریکا له افغانانو سره د را روانو اوږدو کلو لپاره مرستې ته چمتو ده.
ده زیاته کړه، اوس مهال د افغانستان په اړه په بحثونو کې دوه خبرې مطرح دي یا دا چې موږ باید سمدستي له دې هېواده ووزو او د مثبتې نتیجې تمه ونه لرو او یا دا چې اساسا تر ناڅرګندې مودې پورې هلته پاتې شو.
اوباما زیاته کړه، دا پوښتنه زياتره اورېدل کېږي چې که تروریستان په پاکستان کې دي، نو بیا ولې موږ په افغانستان کې یو، ده په ځواب کې وویل، که القاعده بیا هم په افغانستان کې ځاله وکړي نو د امریکا امنیت ته به زیان واوړي او د امریکا ګټه په دې کې ده چې افغانستان بیا د تروریستانو په مرکز بدل نه شي.