د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

معنوي:ناامني د ولسي جرګې د انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه ده

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون نا امني د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه بللې او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې په دې برخه كې خپل پلان ورسره شريك كړي. فضل احمد معنوي د يكشنبې په ورځې د ولسي جرګې د تقنيني كميسيون خپلې غونډې ته وربللى و، چې د دغو انتخاباتو د شفافيت او امنيت په اړه ورسره بحث وكړي.

كه څه هم د ولسي جرګې انتخابات ته د چمتوالي چارې دوام لري، خو د دغو انتخاباتو شفافيت هاغه مسئله بلل كيږي چې په اړه يې ترټولو ډيرې اندېښنې موجودې دي.

د ولسي جرګې غړي په دې ټينګاركوي چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون بايد په دې برخه كې لا جدي اقدامات وكړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي، چې د يكشنبې په ورځ د ولسي جرګې د تقنين كميسيون غونډې ته وربلل شوى و، د راتلونكو انتخاباتو ترسره كول يو ستونزمن كار وباله، خو ويي ويل چې دوى به يې د برياليتوب لپاره خپله ټوله وسله وكړي:

"موږ عملا د انتخاباتو د ترسره كولو په پروسه كې يو، د دغو انتخاباتو د ستونزوكوم انځور چې تاسويې له بهره ويني، موږ يې په داخل كې يو.

دا يو ساده كار نه دى، خو بايد خپلې هلې ځلې وكړو دا چې څومره به كاميابه شو، په دې اړه څه تضمين هم نشته خو موږخپلې هڅې كوو.

خو په هرحال موږ هيله من يوچې زموږ ستونزې به درك كړي، موږ په يوه داسې موقف كې نه يو چې هرهغه څه وكړاى شوچې اراده يې ولرو، موږ هم د كميسيون په سطحه خپلې ستونزې لرو."

ښاغلي معنوي همدا راز ژمنه وكړه، چې هيڅ كوم دولتي كاركوونكي يا چارواكي ته به په انتخاباتو كې د لاس وهنې اجازه ورنه كړاى شي.

د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كميسيون مشر نا امني د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه وبلله او تمه يې وښودله، چې د چنګاښ د مياشتې تر لسمې نېټې پورې بللې به امنيتي ارګانونه خپل پلان ورسره شريك كړي.

په عين حال كې د ولسي جرګې د تقنين د كميسيون غړي ډاكتر فضل الله مجددي وويل، چې كه څه هم وكيلانو ته د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رئيس څرګندونې تر يوه حده د قناعت وړ وې، خو د انتخاباتو په اړه د دوى اندېښنې بيا هم له منځه نه دي تللي:

"تر كومه چې د انتخاباتو په تر سره كېدو پورې اړه لري، موږ تقريبا اويا، پنځه اويا فيصده پرې قناعت وكړالبته د انتخاباتو په قانون كې ځينې نيمګړتياوې موجودې دي.

د امنيت موضوع موامنيتي ارګانونو ته پريښې ده چې د چنګاښ د مياشتې ترلسمې نېټې پورې به يي ځواب راشي. اوس موږ د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رئيس پنځه اويا فيصده ځوابونه د قناعت وړبولو."

ټاكل شوې، چې د ولسي جرګې انتخابات د وږدې د مياشتې په اوه ويشتمه وشي، خو داسې اندېښنې موجودې دي چې د ناامنيو له امله به د هېواد په ځينوسيمو كې د راېو وركولو صندوقونه كښي نه ښودل شي، همدا راز د زورو كسانو او محلي چارواكو لاس وهنه به يې شفافيت ته زيان ورسوي.

خو له دې ټولو اندېښنوسره سره د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د عادلانه اوشفافو انتخاباتو د ترسره كولو لپاره به خپله ټوله وسه وكړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG