په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو په قومنده كې وروستي بدلون كه څه هم په هېواد كې د دغو ځواكونو د ماموريت په اړه ځينې انديښنې راټوكولي، خو د ناټو چارواكي بيا په دې ټينګار كوي، چې دغه بدلون د دوى په اهدافو كوم ځانګړې اغيز نه لري.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما اوس اوس جنرال ډېوېډ پټريوس د جنرال مككرېسټال په ځاى په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د نوي قومندان په توګه ټاكلی دی.
په كابل كې د ايساف د ځواكونو وياند جنرال جوزف بلاډز وويل، چې د دوى لومړيتوبونه او اهداف په خپل ځاى دي او هڅه كوي هغه تعقيب كړي.
جنرال بلاډز، چې د يكشنبې په ورځ يې په خپله اونيزه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، چې د ناټو د ځواكونو نوې قومندان به راتلونكې اوونۍ كابل ته راشي او خپل ماموريت به سمبال كړي.
"دا بدلون يوازې په مشرتابه كې يو كدري بدلون دی، زموږ په پاليسۍ او ستراتيژۍ كې بدلون نه دی راغلي. زموږ دا هوډ، چې له افغان ولسمشر او دولت سره په ګډه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره كار وكړو په خپل ځاى دی او هيڅ بدلون په كې نه دی راغلې.
د ترورزم په خلاف د مبارزې ستراتيژۍ زموږ د رووان كمپاين بنسټ جوړوي. افغانان بايد زموږ د ژمنو په اړه، چې د يو سوله من افغانستان او د يوې باثباتې سيمې د رامنځ ته كولو لپاره دې هيڅ ډول شك څرګند نه كړي."
جنرال بلاډز د امريكا د ولسمشر او د ناټو د عمومي منشي څرګندونو ته په اشارې وويل، چې د ناټو په قومنده كې بدلون يو كدري بدلون دی او له دې سره په افغانستان كې د دوى په ماموريت او تګلاره كې كوم بدلون نه راځي.
په دې خبري غونډه كې د ناټو د ملكي استازي وياند هم په دې ټينګار وكړ، چې په افغانستان كې د دوى اهداف په خپل ځاى دي.
ډومينيك ميډلي وويل، چې د افغانانو خوندي كول او د افغان امنيتي ځواكونو روزل په افغانستان كې د ناټو د روان ماموريت بنسټ جوړوي.
د نوموړي په وينا مخكې له دې، چې د دغو ځواكونو نوی قومندان په افغانستان كې خپل ماموريت سمبال كړي، په بروسيل كې به د دغه سازمان له عمومي مشني سره د سيمې د روان حالت په اړه خبرې وكړي.
"ناټو د افغانستان د خلكو د خوندي كولو او د افغان امنيتي ځواكونو د روزلو لپاره ژمن دی او دا ژمنه د يوې ستراتيژۍ په توګه د دې هڅو بنسټ جوړوي.
د ناټو عمومي منشي به ډير ژر د ناټو د ملكي استازي او نورو جګپوړو چارواكو په حضور كې په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو له نوي قومندان سره وګوري."
په افغانستان كې د ناټو د روان ماموريت په اړه دا ډاډ په داسې حال كې څرګنديږي، چې د جنرال مككرېسټال له ګوښه كېدو وروسته په افغانستان كې د دغو ځواكونو په ستراتيژۍ كې د بدلون په اړه انديښنو زور واخست.
خو هم امريكايي مشرانو او هم د ناټو چارواكو ويلي، چې دوى به هغه اقدامات لا پياوړي كړي، چې جنرال مككريسټال په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره كړي.
افغان مشران دا هم غواړي، چې د ناټو نوى قومندان بايد له افغان مشرانو سره په زياته همغږي كې كار وكړي.
دا چې په افغانستان كې د ناټو نوی قومندان به تركومه وكولې شي د خپل ماموريت په مهال د افغانانو باور خپل كړي، دا به راتلونكې ورځې روښانه كړي.