د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

ډنمارك د افغانستان د پوهنې وزارت سره د۶۰ ميليون ډالرو مرسته وكړه

د افغانستان د پوهنې او رونې وزارت وزیر فاروق وردک او د ډنمارک سفیر كاسټيدون كارټ
د افغانستان د پوهنې او رونې وزارت وزیر فاروق وردک او د ډنمارک سفیر كاسټيدون كارټ
د نړيوالو له خوا د افغانستان د پوهنې وزارت د كيفت د ښه كولو لپاره د مرستو په دوام د پوهنې وزارت يوځل بيا نوې مرسته ترلاسه كړه.

د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ د دنمارك له خوا د څه باندې شپيته ميليون ډالرو د تړون د لاسليك په مهال وويل، چې دغه نوې مرسته به د درېيو كلونو لپاره په درېيو اساسي برخو كې ولګول شي.

"زموږ د نننۍ ورځې پروګرام د ډنمارک له خوا د پوهنې وزارت لپاره د ۶۰،۶ میلونو ډالرو وړیا مرستو د یو قرارداد لاسلیک کول دي. دا مرستې د درېیو کلونو لپاره دي، چې په دریېو برخو کې به ولګول شي. لکه، ښوونځیو د ټولو آسانه لاس رسی، د ښوونځیو او کتابونو له لارې د ښوونې د کیفیت لوړوالی او په مرکز او ولایتونو کې د ادارې د جوړښت په برخو کې."

ښاغلي وردګ وويل، چې دوی د افغانستان د پوهنې د كيفيت د ښه كولو لپاره هلې ځلې زياتې كړي او له تيرو شپاړسو مياشتو راهيسې يې د هېواد په نا امنه ولايتونو كې دوه سوه څلور اويا تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستي دي.

په دې غونډه كې د ډنمارك سفير كاسټيدون كارټ وويل، چې هېواد يې له ۲۰۰۳ ميلادي كال راهيسې د پوهنې وزارت سره په بېلابېلو برخو كې مرستې كړي دي او ژمنه يې وكړه چې په راتلونكي كې به هم له دې برخې سره خپلې مرستي جاري وساتي.

"ډنمارک به د ښوونې له وزارت سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، همدا رنګه زما شخصاً ډېر خوښیږي چې د پوهنې وزارت له وزیر او د هغه له پیاوړي ټیم سره په ګډه کار وکړم، ترڅو د افغان ځوانانو او ماشومانو لپاره یو روښانه راتلونکی برابر کړو.

د ډنمارک زیاتره مرسته شوې پیسې د پوهنې د کیفیت د لوړالي لپاره مصرف شوي دي."

د پوهنې وزير همدا راز وويل، چې د پوهنې معياري كولو لپاره يې له يوشمېر وزارتونو سره په ګډه يو پلان جوړ كړي چې د كابل راتلونكي نړيوال كنفرانس ته به يې وړاندې كړي.

د ښاغلي وردګ په وينا دوی د راتلونكو پنځو كلونو لپاره بل پلان هم جوړ كړی دی چې په پلي كولو سره به يې اته ميليارد ډالره لګښت راځي، چې د دې بوديجې پنځوس فيصده د ماليې وزارت د عادي بوديجي له خوا وركول كيږي.

په افغانستان كې د پوهنې د كيفيت لپاره په داسې حال كې له هلوځلو خبرې كيږي، چې زده كوونكي په ولايتونو او مركز كې د كتابونو له نشتون شكايت كوي او ښوونكي هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

راپور: ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG