د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

اييلاقي:د تاجكستان په مركزكې د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو يو نندارتون پرانيستل شو


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست غلام محمد اييلاقي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست غلام محمد اييلاقي

په دې درې ورځني نندارتون كې چې د جمعې په ورځ د افغان او تاجك چارواكو او سوداګرو له خوا پرانيستل شو، شاوخوا درې سوو پنځوسو افغان سوداګرو او صنعت كارانو خپل توليدات نندارې ته وړاندې كړي دي. په دې نندارتون كې د قالينو او وچواو لمدو مېوو په ګډون بېلابېل افغاني توليدات ايښودل شوي دي.

دا په تاجكستان كې د افغاني توليداتو دوېم نندارتون دى چې د چارواكو په وينا اساسي هدف يې په تاجكستان او منځنۍ اسيا كې افغاني توليداتو ته بازار موندنه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست غلام محمد اييلاقي وايي، دارنګه نندارتونونه كولاى شي چې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان سوداګريزې او اقتصادي اړيكې لا ټينګې كړي.

نوموړي له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مركې كې وويل، چې د تاجكستان په پلازمينې دوشنبې كې د پرانيستل شوي نندارتون په ترڅ كې د افغان او تاجك سوداګرو ترمنځ قرارادونه وشول او پر ګډو پانګونې خبرې هم وشوې:

"دې نندارتون وكړاى شول، چې زموږ سوداګريزې او صنعتي وړتيا وې وښيي، زموږ سوداګرو هلته قراردادونه وكړل او د ګډې پانګونې په اړه خبرې وشوې.

زموږ سوداګر نن د تاجكستان په مهمو ښارونو لكه دوشنبې او خوجن كې ډيرې پانګې لګولي دي او هڅه كوي چې خپل دا فعاليتونه ډيركړي."

ښاغلي اييلاقي وويل، افغان او تاجك سوداګر او پانګوه وال د يو بل په هېوادونو كې د پانګونې ښه فرصتونه لري.

هغه وويل، افغان او تاجك پانګه وال د قالين اوبدلو په برخه كې د يو بل له امكاناتو ګټه اخيستلاى شي، د نوموړي په وينا تاجكستان د دې لپاره خام مواد لري او افغانستان يې وسايل او ماهران.

د اييلاقي په وينا د افغانستان او تاجكستان ترمنځ د سوداګرۍ كچه ټيټه ده خو ويي ويل، تېركال په كې د پام وړ زياتوالى راغلى و:

"په تېرو كلونو كې له بده مرغه زموږ سوداګرۍ ښه نه وه، خو په ۲۰۰۹ كال كې زموږ صادرات او واردات تر يوه حده ښه و، موږ له هغوي نه ۴۶ مليونه ډالرو په ارزښت مو واردات درلودل او د شپږويشت مليونو ډالرو په ارزښت مو صادارات درلودل.

يانې په مجموع كې زموږ د سوداګرۍ دوران يو اويا مليون ډالره و، چې د تېرو څو كلونو په پرتله په كې د پام وړ ډيروالى راغلى و."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست وويل، د دوشنبې په نندارتون كې تاجك سوداګرو او پانګه والو ته بلنه وركړل شوه، چې افغانستان ته راشي او د پانګونې فرصتونه يي وڅيړي.

نوموړي تاجكستان چين ته د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه لار وبلله او ويې ويې ويل، چې له تاجك چارواكو سره له كندزه يا بدخشانه د دغه هېواد له لارې چين ته د يوه ترانزيتي سړك په جوړېدو خبرې روانې دي.

اوس مهال افغانستان ته زياتره مواد له پاكستانه وارديږي، خو ځينې كارپوهان ټينګار كوي چې دولت بايد د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره د خپلو سوداګريزو او اقتصادي اړيكو د لا پياوړتيا لپاره كار وكړي.
XS
SM
MD
LG