د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

په كابل كې د افغان خبريال اجمل نقشبندي پر واټ يادګاري څلې


وژل شوى افغان خبريال اجمل نقشبندي
وژل شوى افغان خبريال اجمل نقشبندي

په كابل كې د وژل شوي افغان خبريال اجمل نقشبندي پر واټ يادګاري څلى د شنبې په ورځ د خبريالانو او د خبريالانو له حقونو څخه د ملاتړ د يو شمېرټولنو له خوا پرانيستل شو، د افغان خبريالانو د ټولنو د مسوولانو په وينا د دغه يادګاري څلي له پرانيستلو څخه هدف د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د ده د نورو وژل شوېو ملګرو يادول دي.

د افغانستان د خبريالانو او د خبريالانو له حقونو څخه د ملاتړ يو شمېرټولنې وايي، چې لاهم افغان خبريالان په خپل كار كې له ګڼوستونزو سره مخ دي.

د دغو ټولنو په وينا د خبريالانو ځورونه او وژنه نه ده بنده شوې او اړوند ارګانونه په دې اړه په خپلو اقداماتو كې پاتې راغلي دي.

د افغانستان د رسنيو څخه د څارنې د ټولنې مشرصديق الله توحيدي چې د شنبې په ورځ يې په كابل كې د افغان وژل شوي خبريال اجمل نقشبندي پرواټ د نوموړي د يادګاري څلى په پرانيستلو كې برخه اخيستې وه وويل، چې دولت د وژل شوېوافغان خبريالانو د وژونكو د نيونې په برخه كې لازم اقدامات نه دي ترسره كړي:

"د خبريالانو تښتونه، د دوى ګواښل او په وړاندې يې تاوتريخوالى لا هم روان دى او هيڅ يو دولتي ارګان په دې برخه كې پلټنې نه دي كړي، كوم كميسيونونه چې جوړ شوي كاريې نه دى پيل كړى او هيڅ يو تورن د خبريالانو د وژنې په قضيه كې د لاس لرلو په تورمحكمې ته نه دې كاږل شوى."

د ښاغلي توحيدي په وينا له تير ېو زيږديزكال راهيسې څلورخبريالان وژل شوي او د خبريالانو په وړاندې د تاوترخوالي ۲۴ پېښې هم ثبت شوي دي.

د افغان وژل شوي خبريال اجمل نقشبندي پلار چې د خپل زوى د يادګاري څلي د پرانيستلو په مراسمو كې يې برخه اخيستې وه، هم پرافغان دولت دا انتفاد وكړ، چې د اجمل د وژونكو په نيولو كې پاتې راغلى دى.

د افغانستان د اطلاعاتواوكلتوروزارت چارواكي هم په دې برخه كې د پاتې والي خبره مني وايي، چې پكار وه په اړه امنيتني ارګانونه پوښتل شوي واى.

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په وار، وار سره په دې برخه كې د جدي اقداماتو خبره كړې ده.

له تېرو څو كلونو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې خبريالان د خبرونو او راپورنو د برابرولو پر مهال د مخالفينو له خوا په نښه شوي، ځورول شوي او ګواښل شوي دي.

اجمل نقشبندي چې شا او خوا درې كاله د مخه طالبانو په هلمند كې وواژو په دې ورستيو كې د كابل ښار يو واټ د ده په نوم ونومول شو او دا دى پر همدغه واټ د يو يادګاري څلي په جوړولو سره يو ځل بيا د نوموړي ياد تازه كيږي.
XS
SM
MD
LG