د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۳

كرزي ۷ تنه وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل

د افغانستان ولسمشر د شنبې په ورځ د كابينې اوه تنه پاتې وزيران ولسي جرګې ته ور وپيژندل.ولسي جرګه وايي، دولت دى نورو زيران دوى ور وپيژني په دغه لست كې د پنځو وزرارتو نو وزيران نه دي ورو پيژندل شوي.

د ولسي جرګې د شاوخوا دوه مياشتو انتظاراو احتجاج وروسته ولسمشر حامد كرزى،د شنبې په ورځ د كابينې د پاتوغړولست جرګى ته ور واستاوه.

په پارلماني چارو كې د دولت وزيرمحمد انورجګلدك د جرګې په عمومي غونډه كې د نوېوكانديدو وزيرانو لست داسې ولوست:

"بسم اله محمدي د كورنيو چارو د وزير په توګه+ سروردانش د لوړو زده كړو د وزير په توګه + جماهيرانوري د كډوالو د چارو د وزير په توګه + انورالحق احدي د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په توګه+ قدوس حميدي د فواېد عامې د وزير توګه+ داود نجفي د ټرانسپورټ د وزير او اسداله خالد د قومونو قبايلو او سرحداتو د وزير په توګه وړانديز شوى دى."

له كومې ورځې راهيسې چې حامد كرزى د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب شو، دوه ځلى يي يو شمېر وزيران د باورد راېو د وركړې لپاره ولسي جرګې ته ور وپيژندل، خو جرګې په دواړوځلو كې يوازې څلورو پيشنهاد شوېو وزيرانو ته د بارو رايې وركړي.

له هغې وروسته ولسي جرګې په مسلسله توګه د پاتې وزيرانو د ورپيژندلو غوښتنه وكړه، خو په دې برخه كې ځنډ راغى او ولسي جرګې كابو دوه مياشتې د نوېووزيرانون د ورپيژندلو د انتظار په نامه احتجاج ته يي دوام وركړ،چى په پاى كې د شنبې په ورځ ولسمشر د كابينې اوه تنه پيشنهاد شوي وزيران ور وپيژندل.

ولسي جرګې وويل، د وړانديز شوېو وزيرانوپلانونه او پروګرامونه به واورې او رايې وركولو ته به يي د جرګې په راتلونكوغونډوكې تدابير ونيسئ.

د جرګى ريئس محمديونس قانوني وويل:

"نن اوه تنه كانديد وزيران را وپيژندل شول دا يومثبت اقدام دى، غور به پرې وشي او هيله چى دولت زموږ نورې غوښتنې هم ومني."

د پيشنهاد شوي وزيرانو په لست كې، د مخابراتو، ښاري پراختيا، اوبو او برېښنا، د ښځود چارواو د عامې روغتيا د وزارتونه لپاره د كانديدانو نومونه نه و.

ولسي جرګه ټينګار كوي، چې د پاتې وزيرانو لست دى هم ور وليږل او د دې ترڅنګ دې، د اضطرار د كمېټې رييس، د دولت اساسي كرښې او د څارنې د كميسون غړى هم ورمعرفي شي، خو دولتي چارواكى وايي په دى هكله هم كار روان او ډير ژر به پاتې وزيران هم ور وپيژندل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG