د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۳

د دودیزو او کلتوري مسلو په اړه ځانګړې خپرونه


ژوند په شيبو كې د نن خپرونه مو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ كې د واده دود ته ځانګړې كړې ده.

يومتل دى وايي له ښاره ووځه، له نرخه مه وځه، كليوال له نرخونو، دودونو او رواجونه په اسانۍ غاړه نه غړوي او نه يې ماتول ښه ايسوي.

دوى پردغه مرغلين تار، سمه اوغر، مړي او ژوندي غم، ښادي، درست پالي. كليوالو ته د دودونو تر ماتولو پريښى ښار ښه ايسي، خو په ښارونو كې بيا كيسه داسې نه وي زاړه دودونه يا پسولل كېږي، پېټي يې كمېږي، سپكېږي يا له بيخه نوي كېږي.

يو له دغو دودونو او رواجونو څخه د واده دود دى چې نن سبا يې له كلي تر ښاره فرق ډيرشوى دى، د بيلګې په توګه په ښارونوكې خلك ولو راخيستل شرم ګڼي خو په كلي كې دا د فخر خبره شي.

په ښار كې زوم په دې نه مجبورېږي چې د ناوي ټولو خپلو خپلوانو ته دې خامخا د سروپاى په نوم جامې واخلي خو په ځېنو سېمو كې دا دود لاهم شته اوهان دا چې په لومړى ورځ نوي دوستان د خپلو خپلوانو شمېر او كچ ومېچ سره معلوموي چې بيا به رختونه ورته اخلي.

نو كه غواړئ پوه شي د واده دود د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ كې څنګه دى خپرونه واورئ.

ددې پروګرام د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG