د تېرې فبرورۍ میاشت کې د هلمند ولایت په مارجې کې د کوکنارو په کروندې کې یوه غلچکي وسله وال د امریکا د سمندري ځواک په عسکرو ډزې وکړې او ځان یي بیرته په پټې کې پټ کړ.
د سمندري ځواک ځوان بریدمن مربوطې قطعي ته خبر ورکړ او هدایت ته منتظر و، خو وروسته ورته وویل شول چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مقصد دې په وسله وال حمله نه کوي.
ناټو او امریکایي عسکر به دا ډول پوښتنې چې دښمن په سترګو ویني او ډزې پرې نه کوي، له نوي قوماندان جنرال پیتریوس څخه وکړي.
اسوشئتد پرس لیکي: دا اصول یو کال وړاندې د جنرال مک کریسټال له خوا وضعه شوي وو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د کمېدو له امله، جنرال مک کریسټال په افغانستان کې ښه نوم وګاټه، دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د زیات شمېر بې ګناه ملکي خلکو په وژلو، افغانان سخت په غوسه کړي وو.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت په خبري کانفرانس کې د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې له مشر امیرالبحر مایک مولن څخه په دې اړه پوښتنه وشوه او هغه په ځواب کې وویل چې ممکن په دې اصولو کې بدلون راشي.
مایک مولن وویل، جنرال پیتریوس او نور مربوط قوماندانان به افغانستان ته لاړ شي، د قوماندې او د ماموریت د لاسته رواړنو جاج به واخلي.
مایک میولن زیاته کړه قوماندانان که لازمه وګڼې نو د بدلون لپاره یي لاسونه خلاص دي.
د وسله والو ضد جګړې اصلي هدف دا دی، چې د وسله والو د وژلو په ځاى د عامو خلکو زړونه خپل شي.
اژانس لیکي: کله چې یوه پوځي څه موده وړاندې د لګول شوېو قیوداتو په اړه جنرال مک کریسټال ته شکایت وکړهغه ورته په ځواب کې وویل، روسانو یو میلون افغانان ووژل خو کار یي ورنه کړ.
د امریکا پوځ دا پالیسي هم جاري کړي، هر پوځي چې د امکان ترحده د دښمن د حملې په مقابل کې له حوصلې کار واخلي نو د جرئت او حوصلې جایزه به ترلاسه کړي.
د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې مشرامیر البحر مایک میولن د پنتاګون په خبرې کانفرنس کې دا هم وویل، چې د افغانستان د جګړې په اصولو کې د بدلون وړاند وینه نه کوي.
ده زیاته کړه، جنرال پیتریاس د جنرال مک کریستال قوماندان و او دی په پوځي تاکتیکونو ډېر ښه پوهیږي.