د ملګروملتونو د امنيت د شورا پلاوي چې د تيرو څو ورځو راهيسي په افغانستان كې و، وايي، چې له تور لست څخه د مخالفينو د نومونو د ويستلو په برخه كې به د امنيت د شورا په عمومي غونډۀ كې پريكړه وشي.
دغه پلاوې چې د دې اوونۍ په سر كې افغانستان ته راغلي و او د پنجشنبي په ورځ له افغانستان څخه بېرته روان و، د كابل په هوايي ډګر كې يوي خبري غونډې ته وويل، چې د تور لست بيا كتنه پيل شوې ده او د هر يوه كس په اړه څيړنه كيږي.
د امنيت په شورا كې د اطريش سفير توماس ماير هرټينګ چې د دغه لست د پاكولو چارې ور په غاړه دي له لست څخه د وتونكو كسانو لپاره ځيني شرايط داسې په ګوته كړل.
"كله چې له لست څخه د نومونو د ويستلو خبره كوو نو، زموږ كميټه په يوشمير بنيادي اساساتو باندې كار كوي. د هغه چا نومونه ويستل كيږي، چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي، وسلي پر مځكه كيږدي، له القاعده سره اړيكي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني."
دغه پلاوي چې مشري يې د امنيت په شورا كې د تركې سفير ايرتګرل اپكان كوله د تېرو څلورو ورځو په ترڅ كې له ولسمشر حامد كرزي، د ولسي جرګې له مشر يونس قانوني، د كابينې او ملي شورا له يوشمېر غړو او د محلي ادارو له ځينو چارواكو سره كتلي او خبرې يې كړي، چې د تور لست موضوع هم په دې خبرو كې ياده شوې ده.
خو په ملګروملتونو كې د افغانستان سفير ډاكټر ظاهر طنين وويل، چې تر دې مهاله د افغانستان د دولت له خوا دوی ته كوم ځانګړي لست نه دی وړاندې شوې.
"افغان حكومت په ځانګړي توګه ولسمشر كرزی غواړي، چې د سولې په برخه كې د هر اقدام حتي له تور لست څخه د مخالفينو د نومونو د وتلو ملاتړ هم وكړي.
خو دامهال د امنيت د شورا لپاره د افغان دولت له خوا كوم ځانګړي لست نه دی وركړل شوي. خو افغان دولت چمتو دی چې كوم كسان بايد له لست څخه ليري شي او په دې برخه كې افغان دولت همكاري وكړي."
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندط ويلي وو، چې افغان دولت د مخالفينو په داسې يوه لست باندې كار كوي، چې د ملګروملتونو له تور لست څخه د هغوی د نومونو د ويستلو لپاره يې ملګروملتونو ته وړاندې كړي.
ويل كيږي چې په دغه لست كې د طالبانو او د حزب اسلامي د مشرانو ملا محمد عمر او ګلبدين حكمتيار په ګډون ټول شاخوا ۱۳۷ كسان دي.
له دغه لست څخه د مخالفينو د نومونو د ويستلو سپارښتنه د سولې د جرګې د غړو له خوا ډېر په جديت سره مطرح شوې وه.
خو په افغانستان كې د بشر د حقوقو ځينې ادارې بيا دا غوښتنه كوي، چې له تور لست څخه د افغان دولت د مخالفينو د نومونو د ويستلو په بهير كې دې د جنګې جرايمو مسالې ته هم پام وشي.
مجاهد جواد