د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

لوی موټر چلوونکي د ننګرهار له پوليسو سر ټکوي

دجوزا په شپاړسمه نېټه په دغه پله کې تر بم چاودنې وروسته پوليسو د درنو موټرو په تېرېدو بنديز لګولى؛ خو موټر چلوونکي ادعا کوي چې هغه ډريوران چې رشوت ورکوي تېرېدو ته پرېښودل کېږي.

د دغه لاريو چلوونکو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې پنځه شپږ شپې کېږي، چې پله ته څېرمه ولاړ دي د پله تر خولې ځي او راځي خو پرېښودل کېږي نه، په موټرو کې يې تېل مخ په خلاصېدو دي او څوک چې رشوت ورکوي پرېښودل کيږي.

د بهسودو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ادم خان وويل: دوى رشوت نه دى اخيستى او ډريوران هسې تورونه لګوي.

ده وويل: دننګرهار د امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام له خوا ورته د بنديز امر شوى او په دې وجه ډرېوران بايد له هغوى نه اجازه وغواړي.

ننګرهار والي ګل اغاشېرزي وايي: دېرش زره ډالريې پخپله مرسته د پول دترميم لپاره ورکړي او PRT ته يې د مرستې پېشنهاد کړى.

دی وايي، د جوزا په شپاړلسمه د امريکايانو په کاروان د ځانمرګي بريد په وجه تقريباً ٢٥ متره پل خراب شوى او که موږ لوى لارۍ پرېږدو پول به ونړېږي، بيا هم دپله د رغاونې لپاره جلال اباد ښاروالۍ او د فوايد عامې رياست په ګډه کار وکړ، لږ څه ترميم شو خو لا د لويو لاريو د تلو وړ نه دى.

اوس مو د ولايتي بيارغاونې ټيم ته وړانديز کړى او هغوى ويلي، چې پروپوزل يې کابل ته استولى او هيله ده چې ژر منظور او په اساسي توګه جوړ شي.

د ننګرهار د بهسودو پول تر ٣٠٠ مترو زيات اوږد والى او ٨ متره پلنوالى لري، چې په ختيزو سيمو کې تر نورو لوى پل ګڼل کېږي، خلک وايي، حکومت بايد ډېر ژر د دغه پل غم وکي؛ ځکه چې د ٣ ولايتونو ننګرهار، نورستان او کونړ خلک يې يو له بل سره نښلولي دي.

ځيني وايي، د افغانستان د جهاد دکلونو په څېر اوس هم د لويو لارو او پلونو د ويجاړولو لپاره د ځينو ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ خپلو بړېڅو ته پېسې ورکوي او افغانان له ستونزو سره مخ کوي.

محمد داود وفا
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG