د افغانستان په ولسي جرګه كې د خلكواستازو د كابينې د پاتې غړو د ورپيژندلو لپاره له څو ساعته ناكام انتظارنه وروسته يوځلې بيا كاري اعتصاب پيل كړ.
ټاكل شوې وه، چې افغان ولسمشر د خپلې كابينې پاتې غړي د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته ور وپيژني، څو د خلكو د استازو د باور رايه ترلاسه كړي، خو د كابينې غړو دا لسټ د نا معلومو دلايلو له مخې ولسي جرګې ته ونه رسېد.
د ولسي جرګې غړو وويل، چې د دوى اعتصاب به د كابينې د پاتې وزيرانو د لیسټ تر ور استولو پورې روان وي.
د ولسي جرګې مشرمحمديونس قانوني په دې اړه وويل:
"هره شېبه زه انتظار باسم، د پارلماني چارو له وزارت سره تماس لرو او د جههوري رياست له دفتر سره هم تماس لرو.
هغوي وايي، چې ترڅو شېبو پورې به لیست جوړاو در واستول شي، نه پوهيږم را پيژندل كيږي او كه نه، لكه تاسو زه هم بايد انتظار و باسم چې موضوع څه ده.
غواړم چې تاسو ته په دې هكله توضيحات دركړم، هغه پريكړه چې تاسو يې كوى زه ستاسو په خدمت كې يم."
د ملي شورا په چارو كې د دولت وزير محمد انور جګدلك د تېرې دوشنبې په ورځ ويلي وو، چې د كابينې پاتې وزيران به د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته ور وپيژندلې شي.
خود ولسي جرګې غړو بيا په حكومت انتقاد كاوه، چې د خپلې ژمنې په ترسره كولو كې پاتې راغلې او هڅه كوي، چې دا جرګه د خلكو په وړاندې بې باوره كړي.
خود ولسمشر وياند وحيدعمر وويل، چې د كابينې د پاتې وزيرانو لسټ به د چهار شنبې په ورځ ناوخته ولسي جرګې ته واستولی شي:
"د افغانستات ولسي جرګې ځينې غوښتنې درلودې او زموږ ژمنه دا وه چې دا غوښتنې به په تدريج سره عملي كوو او دا ټول په يوه وار سره نشي كېداى، څرنګه چې د كابينې پاتې وزيران ورته پيژندل كيږي دا يو ډول اوږده پروسه ده او قدم په قدم به وړاندې ځو."
د افغان دولت د اجراييه او مقننې قوې ترمنځ د كابينې د پاتې غړو د ورپيژندلو په سر دا لانجه په داسې حال كې روانه ده، چې دې جرګې د ملي شورا تر انتخاباتو پورې خپله كاري موده غزولې.
دا چې د افغان كابينې پاتې غړي به په دې موده كې ولسي جرګې ته ور وپيژندلې شي اويا هم د اوسنۍ جرګې د باور رايه ترلاسه كړاى شي او كه نه اوس يي په اړه څه ويل ګران بريښي.