د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۱

د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست اعلان شو


د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كميسيون ريئس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتوخپلواك كميسيون د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست اعلان كړ، په دې لست كې دوه زره پنځه سوه اوه اويا تنه شامل شوي دي چې ښځې اوكوچيان هم په كې شامل دي. د دې كميسيون د اعلان له مخې د ولسي جرګې انتخابات به د سنبلې د مياشتې په وروستيو كې ترسره شي.

سره له دې چې د افغانان د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځو كې د امنيت له پلوه اندېښمن دي، خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون د سې شنبې د ورځې په مازيګر د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د كانديدانو وروستى لست خبريالانو ته اعلان كړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريئس فضل احمد معنوي وويل، چې د ولسي جرګې د كانديدانو لست د شكايتونو د كميسيون له څيړنو په بشپړه توګه وتلي او اعلانېدو ته چمتو شو،ښاغلې معنوي زياته كړه:

(دوه زره پنځه سوه اوه اويا تنو د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست ته لاره وموندله، په دوي كې دوه زره يوسلو يو اويا نارينه او څلورسوه شپږ په كې ښځې دي.

د كوچيانو شمېر دوه پنځوس دى چې په دوى كې هم لس تنه ښځې دي او همدارنګه انتخابات به د سنبلې په اوه ويشتمه ترسره شي.)

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريئس وويل، انتخاباتو ته اوه لس نيم ميليونو خلكو د رايې وركولو كارتونه تر لاسه كړي دي او انتخاباتو ته د هېواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو كې څه باندې شپږ زره د رايې وركولو مركزونه چې د محلونو شمېر يي كابو ديرشو زرو ته رسيږي په پام كې نيول شوى دى.

ښاغلي معنوي دا هم وويل، پر دوه زره پنځه سوه اوه اويا كانديدانو سره بيره اته تنو ته د سې شنبې د ورځې تر پايه پورې موقع وركړل شوې ده، چې د دوى د فورمو نيمګړتيا وې دې اصلاح كړي او كه نه نو د ټاكلي نېټې وروسته به په غوڅه توګه د كانديدانو له لست څخه وايستل شي او د چنګاښ د مياشتې په دوهمه نېټه به د كانديدانو د كمپاين شېبې پيل او كابو درې مياشتې به دوام وكړي.

معنوي زياته كړه، كانديدانو ته د كمپاين په هكله پوره معلومات وركړل شوي دي او هر كانديد مكلف دى، چې مراعات يي كړي:

(د انتخاباتو د كمپاين له كړن لارو څخه سرغړونه له قانون څخه سرغړونه ده.

هيله ده ټول كانديدان يي مراعات كړي او كه نه نو قانوني چلند به ورسره وشي.)

خو خلك اوس هم د انتخاباتو په ورځو كې پر بشپړ امينت باوري نه دي، خو امنيتي ځواكونه وايي چې انتخاباتو ته لا درې مياشتې پاتې دي او وبه كړاى شي د هېواد او بهرنيو ځواكونه په مرسته انتخاباتو مناسب امنيتي شرايط برابر كړي.

خلك د تېرو انتخاباتو په څير د دې انتخاباتو په شفافيت هم زړه نا زړه دي، خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې ټولې ستونزې يي په پام كې نيول دي او تر وروستى حده پورې به هڅه وكړي چې انتخابات شفاف او له نيمګړتياو پرته ترسره شي.
XS
SM
MD
LG