د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا ايكن بيري ته افتخاري مډال وركړل شو


ښاغلي بېرې د امريكا د سفيرپه توګه تر ټاكل كېدو مخكې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د قوماندان په توګه دنده درلوده. په پوځي اكاډمى كې په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه كې ، د افغانستان د دفاع د وزيرمرستيال د ملي اردو د روزنې او سمبال په برخه كې د امريكا د متحده ايالتونو په ځانګړې توګه د ښاغلي ايكن بېري له هڅو څخه ستاينه وكړه او په دې برخه كې يي د لازياتو همكارېوغوښتنه وكړه.

په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د ويستلو په اړه بحثونو يو ځلي بيا زوراخيستې د افغانستان د دفاع د وزارت چارواكي له امريكا نه غواړي، چې د افغان ملي پوځ روزنې او سمبالولو ته ځانګړې پام واړوي.

د دفاع د وزارت مرستيال جنرال همايون فوزي، چې د سې شنبې په ورځ يي په كابل كې د امريكا سفير ته د افتخاري مډال د وركولو يوې غونډې ته وينا كوله په خپلو خبرو كې په افغانستان كې د امنيت په ټينګښت او د ملي اردو د سرتېرو د روزنې په برخه كې د امريكا د هڅو ستاينه ه وكړه.

ښاغلي فوزي د امريكا سفيرته په جوړه شوې غونډه كې د ملي اردو د روزنې او سمبالولو په برخه كې د لا زياتو همكارېو غوښتنه وكړه:

(لكه څنګه، چې زموږ نړېوال ملګري په خاصه توګه د امريكا هېواد د اړتيا په ټولو برخو كې لكه په امنيتي او دفاعي سكټورونوكې زموږ سره همكاري كړې ده، د ملي اردو د ظرفيت د لوړوالي او د هغوي د منسوبينو د تحصيلي او ښوونيزظرفيت په لوړولو كې هم زموږ سره مرسته كوي.)

زه هيله لرم، چې د ملي اردو د كميت او كيفيت په برخې كې هم د هغوي مرستې دوام و مومي او د اردو د يوه مدرنه تحصيلي او ښوونيزسيسټم په راوستلو كې هم زموږ سره مرسته وكړي.

د افغانستان پوځي اكادمي چې همدا اوس په كې د ملي اردو په سلګونه افسران په زده كړه بوخت دي، اوه كاله مخكې د امريكا په مالي مرسته جوړه شوه، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې يي د لومړي ځل لپاره درې سوه افسران فارغ كړل.

په افغانستان كې د امريكا سفيرجنرال كارل ايكن بېري، د امريكا د سفير په توګه تر ټاكل كېدو مخكې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د قوماندان په توګه دنده درلوده.

نوموړى هغه كس وه، چې د افغانستان د پوځي اكاډمى د جوړولو هڅې يي پيل كړې وې.

نوموړي ده ته د افغانستان د دفاع د وزارت له خوا د وركړل شوي مډال له امله مننه وكړه او ويي ويل، چې امريكا به د نړېوالې ټولنې تر څنګ د افغان پوځي مهارتونو په لوړولو كې همكاري وكړي:

(موږ پوځي عالي اكاډمى ته د ملي اردو د ظرفيت جوړونې د يوې سرچينې په توګه او د لوړو زده كړو د يوه ښوونځي په توګه ګورو.

دا اكاډمي په سيمه ايزه كچه سږ كال د ۳۰۰ افسرانو د فارغولو هدف لري، كله چې دا هدف ترسره شي، نو تر ۲۰۱۴ ميلادي كاله پورې به دا اكاډمي هر كال ۶۰۰ افسران د پوهنتون په كچه له اسنادو سره فارغ ولري.)

افغان پوځي چارواكو په داسې حال كې د ملي اردو د روزنې لپاره د لا زياتې پاملرنې غوښتنه كړې، چې امريكا په پام كې لري، چې په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ويستلو لړۍ پيل كړي.

خو د ناټو چارواكي بيا وايي ، چې له افغانستان خخه د بهرنيو سرتېرو وتل د وخت تابع نه، بلكې د شرايطو تابع دي.

د ناټود چارواكو په وينا هر وخت چې افغان ځواكونه د خپل هېواد د امنيتي چارو د سمبالولو جوګه شول بهرني سرتېري به افغانستان خوشې كړي.
XS
SM
MD
LG