د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

د كابل والي:د لوېو لارو د ساتنې لپاره دې يو خپلواك بورډ جوړشي


د كابل والي ذبيح الله مجددي
د كابل والي ذبيح الله مجددي

يو شمېرافغان وزيرانو، واليانواوځينې نورو دولتي چارواكو په نوې ډهلي كې هغه درې ورځنى كنفرانس ته د ګډون لپاره تلي وو، چې د افغانستان د لوېولارو او واټونو د ساتنې او د هغې د ستونزو د مطالعې لپاره جوړشوي وو

د افغانستان د لوېو لارو او فرعي سړكونو د ساتنې او په دې برخه كې د پرتو ستونزو په نښه كول د هغه كنفرانس د اجنډا په سر كې وو، چې د روانې اونۍ په سركې په نوي ډهلي كې جوړ شوي وو.

د كابل والي ذبيح الله مجددي واېي، چې د كانفرانس ګډون كونكو د افغانستان د لوېو لارو او د فرعي سړكونو د پراختيا بيارغونې او ساتنې لپاره د يو ملي بورد په جوړولو سلا شول.

ښاغلي مجددي وويل، په دې كانفرانس كې چې د بېلابېلو هېوادونو د بيارغونې د چارو مسولينو، انجنيرانو ګډون كړى وو، د اقتصادي بنسټونو په رغولو باندې ډير ټينګار وكړ:

"البته دا كانفرانس نسبتا عملي كانفرانس وو او د دې كانفرانس پريكړې په افغان دولت پورې اړه لري، چې څومره كولاى شي تعقيب يي كړي.


زموږ پريكړې به داوي، چې لومړى د لوېو لارو د ساتنې د ډيزاين او ساختمان لپاره دې يو خپلواك بورډ جوړ شي.

دا بورد بايد د ټول هېواد د لوېولارو د ساختمان او د فرعي سړكونو د ساتنې مسول واوسي."

د نوي ډهلي په كانفرانس كې د افغان واليانو، ښاروالانو، پر ګډون د كابينې يو شمېر غړو هم ګډون كړى وو.

د كابل د والي په وينا په دې كنفرانس كې د افغان انجنيري او مهندسانو په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو انجنيرانو هم ګډون كړى وو او د افغانستان د لوېو لارو د ساتلو او بيارغونې په اړه يي خپل وړانديزونه څرګند كړل.

ډاكټر مجددي وويل، چې په تېرو درېو لسيزو جګړو كې د افغانستان د ميليونو ډالرو په ارزښت په سلو كې څلورڅلويـښت ټول ګټې تاسيسات له منځه تلي دي او لازمه ده چې هر كال د لوېو لارو او فرعي سړكونو د بيارغونې لپاره نږدې يوسل او پنځوس ميليون ډالره ولګول شي:

"د هېواد لپاره دا ډير اقتصادي دى، چې د سړكونو ساتنه وشي د لوېو لارو پر ګډون د فرعي سړكونو ساتنه كه موږ وكړو، نو په كال كې پرې يوسل او پنځوس ميليون ډالره لګښت راځي.

كه چېرې موږ له خپلو سړكونو ساتنه ونه كړو نو په كال مې كې موږ ته د دې سړكونو د خرابوالي له امله پنځه سوه ميليون ډالره تاوان راځي، په داسې حال كې كه ساتنه ترې وكړو د دې نيم لګښت پرې راځي."

په نوي ډهلي كې داسې مهال د افغانستان د سړكونو د بيارغونې او ساتنې لپاره كانفرانس جوړيږي، چې كابل په نږدې راتلونكي كې د يو نړېوال كنفرانس كوربه دى او ټاكل شوې چې په دې كنفرانس كې د امنيت په ټينګښت او د بيارغونې پر دوام خبرې اترې وشي او په دې كنفرانس كې به د افغانستان د بيارغونې لپاره مرسته كوونكي هېوادونه د مرستې ژمنې وكړي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG