د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د بريتانیې خاص استازی په رخصتى ځي او كه استعفا يي كړې؟


د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازی شیرارد کوپر کولس
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازی شیرارد کوپر کولس

د بریتانیا حکومت پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازی په اوږدې رخصتی ځي. د ا په داسې حال کې ده چې راپورونه وایي، دی دیپلومات په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پر ضد ستراتیژي پر سر د ناټو او د امریکا له متحده ایالاتو سره اختلاف پیدا شوی او استعفا یي کړې ده.

شیرارد کوپر کولس، چې پخوا په افغانستان د بریتانیا سفیر وو، د بریتانیا مخکنى د کارګر ګوند حکومت د تېر کال په فبروری میاشت کې په دې مقام ګومارلی وو.

هغه دنده لرله، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا او نورو هېوادونو پالیسي هغږي کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې له درې کالو کار کولو وروسته ښاغلی کوپرکولس دې ته اړتیا لري چې په دوبي کې اوږده رخصتي وکړي.

د هغه دنده به په موقت ډول د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او جنوبي اسیا د څانګې مشره کارین پیرس پرمخ وړي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي، چې کوپرکولس به په مني کې بیرته خپله دنده په غاړه واخلي.

خو بریتانوي ګارډین ورځپاڼې په خپله ویب پاڼه کې خبر ورکړی چې کوپر کولس په کابل کې د یوه مهم نړېوال کنفرانس تر جوړېدو د مخه له خپل مقامه استعفا کړې ده.

ویل شوي، چې کوپر کولس د ناټو او امریکایي چارواکو سره په وروستیو میاشتو کې د خپل دریځ پر سر لفظي شخړې کړي.

هغه په دی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پر ضد هڅې له ناکامی سره مخامخ دي او له طالبانو سره خبرو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

دغه راز ویل شوي، چې نوموړی په افغانستان کې له بل بریتانوي ديپلومات د ناټو له ملکي استازي مارک سیډویل سره هم اختلاف درلود.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پر ضد د ستراتیژی پر سر د راپورته شوېو اختلافاتو له امله د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د خاص استازي د استعفا خبره کیږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هولبروک له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو سره د خبرو لپاره پرون افغانستان ته ورسېد او له رسېدو سره سم یي په کندهار کې د امنیت د ټینګښت او سیمه ایزې ادارې د پیاوړتیا په هدف په یوه کانفرانس کې ګډون وکړ.

نوموړي دغه راز د هلمند مارجې ته هم لاړ، داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې ګواکې د هغه د سپرلي پر الوتکۍ وسله والو مخالفانو برید کړی دی، خو وروسته دا راپورونه په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي رد کړل.

هولبروک مارجې ته د دې لپاره تللی وو، چې په دې سیمه کې چې د ناټو او امریکایي ځواکو د وروستیو پراخو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له ولکې څخه ایستل شوی ده، پرمختګونه له نژدې وګوري.

ښاغلى هولبروك به په كابل كې له ولسمشر حامد كرزي او يو شمېر نورو افغان چارواكو سره هم وګوري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتو جګ پوړي چارواکي پرون افغانستان ته روان شول ترڅو په دی هېواد کې د روانو حالاتو جاج واخلي.

دا وروسته تردې چی ملګرو ملتونو په وروستی راپور کې روان کال په افغانستان کې د شخړو په زیاتیدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، چې غواړي په افغانستان کې د بهرنیو کارکونکو شمېر کم کړي.

له دې انکشافاتو سره په یو وخت پرون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوې هلیکپټر د راغورځېدو او د نا امنېو په نورو پېښو کې لس بهرني عسکر ووژل شول.

په جنوب کې د هلیکپتر د راغورځېدو په پېښه کې درې استرالیايي او یو امریکايي عسکر او په ختیځو او جنوبي سیمو کې د نا امنیو په نورو پېښو کې د پنځو امریکایانو په ګډون شپږ عسکر ووژل شول.

د دغو سرتېرو له وژل کېدو سره په جون کې د ټولو نړېوالو پوځیانو تلفات ۶۴ تنو ته ورسېدل، دغه راز پرون د بریتانوي پوځیانو د تلفاتو شمېره درې سوو تنو ته ورسید، په دې سره په روان ۲۰۱۰ کال کې د نړېوالو ځواکونو تلفات څه باندې۲۸۰ تنو ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG