وال سټریټ ژورنال:
ولې په افغانستان کې وروستۍ لوبه دومره پیچیلې کیږي، دا د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مقالې عنوان دی، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څرګندونو ته په اشاره لیکي:
راتلونکی کال به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیل شي، ناټو به هم بالاخره له دې هېواده ووځي او په راتلونکی کې به له طالبانو سره خبرې پیل شي.
د ورځپاڼې په وینا ناټو په اوس وخت کې د همدې وروستنی لوبې په پلان کار کوي، په دې مانا مخکې له دې چې له طالبانو سره خبرې پیل شي غواړي هغوي اول کمزوري او له کندهاره یې لیرې کړي.
خو وال سټریټ ژورنال په یوه مبهم ډول لیکي، چې دا روښانه نه ده چې دغه وروستی لوبه به په څه ډول ترسره کیږي.
ورځپاڼې په کندهار کې د پراخو پوځي عملیاتو په اړه لیکلي، چې د ملکي کسانو د ساتنې په برخه کې اندېښنو ته په پام سره ښایي دا عملیات له سږنی مني مخکې پيل نه شي.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې جګړې ډیرې اندېښنې راپورته کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو لوړ رتبه قوماندانو او نورو لوړ رتبه چارواکو د دغې جګړې د پرمختګ په اړه تېره اونۍ د امریکا کانګرس ته راپور ورکړ، د امریکا د اردو په مختلفو کړېو کې د دغې جګړې د بریالیتوب په اړه شکونه پیدا شوي دي.
واشنګټن ټایمز د استخباراتي منابعو په حواله لیکلي، چې پوځي قوماندانان تراوسه په دې نه دي توانیدلی چې د کامیابی یو راز پیداکړي.
ورځپاڼې دا هم واضح کړی، چې بهرني پوځیان تراوسه نه دي توانیدلي چې د پښتنو قومونو مشران دی ته وهڅوي چې له طالبانو سره له خواخوږی لاس واخلي او د حامد کرزي له حکومت سره یوځای شي.
بریتانوی ټایمز:
که پاچا شوی، د تیلو لپاره نه بلکه د معدني فلزاتو لپاره برمه وهه، دا هغه سرلیک دی چې بریتانوي ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د یوې مقالې لپاره غوره کړی دی.
ټایمز لومړی افغانستان د ځمکې پر سر دوزخ یادې کړې، چې له لغړوغرونو ګړنګونو ډک دی او جګړه ماران او د مخدره موادو کارو باریان په کې په فعالیت بوخت دی.
د ټایمزپه وینا هیڅ شی په افغانستان کې په ښه حالت کې نه دی، خو ورځپاڼه یوه بله خبره هم کوي، د امریکا د حکومت د هغې خبرې یادونه کوي چې افغانستان یي له رنځه ډک نه بلکه له ګنجه ډک هېواد بللې دی.
د ټایمز له دې لیکنې سره سم په واشنګټن کې چارواکي وایي، چې د افغانستان تر ورانیو لاندې د معدني موادو لکه سرو او سپینو زرو، مسو، اوسپنې او داسې نورو فلزاتو شتمني پټه ده، چې ارزښت یي ملیارډونه ډالراټکل شوی دی.
داسې فلزات چې په ډيرو پرمختللو وسایلو لکه فضایي ټیلیسکوپونو او داسې نورو شیانو کې ترې کار اخیستلای کېدای شي.
ټایمز لیکی، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پراومه تیلو د اتکا له ستونزې سره لاس او ګرېوان دی، په واشنګټن کې پالیسي جوړونکې جیوپولیتیکي طرحې جوړوي چې په افغانستان کې پرعجیب او غریبو فلزاتو پر اتکا کولو ټینګار کوي.