د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۷

ايلاقي:كه د سون موادوكيفيت ته پام ونه شي نوله واردونكوسره به يي قانوني چلند وشي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو سرپريست وزيرغلام محمد ييلاقي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو سرپريست وزيرغلام محمد ييلاقي

كه چېرې افغانستان ته د نفتي موادو را واردونكي د موادو كيفيت او د بيو توازون ته پاملرنه ونه كړي له هغوي څخه به د فعاليت جواز واخيستل شي او له هغوي سره به قانوني چلند وشي.

افغان چارواكو په يوه نوي اقدام كې، چې بې ساري بلل كېږي، د سون موادو يو شمېر سوداګر، چې د بې كيفيتو تيلو په راوړلو او په هېواد كې د تيلو د بيو په لوړولو تورن وه، لوى څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو سرپريست وزيرغلام محمد ييلاقي چې، د يكشنبې په ورځ يې په كابل كې خبريالانو ته د سون موادود بيو او كيفيت په اړه معلومات وركول، د دغو سوداګرو د بشپړي پېژندګلو په اړه څه ونه ويل.

نوموړي په خپلو خبرو كې خبردارۍ وركړ، چې كه د سون موادو را واردونكي بيا هم د سون موادو كيفيت او د بيو توازون ته پام ونه كړي نو له دوى سره به قانوني چلند وشي:

”مجبوريو، چې نومونه يې څرګند كړو، چې سوداګريزكاراو بار ته يې څه زيان رسېږي خپله پوهېږي، سوداګريز جواز به ځني واخلو چې نور له فعاليت څخه ولويږي او هغه خدمتونه چې دوى ته يې په حيرتان كې كوو نور به يې نه ورته كوو.

دا هغه ټول تدابيردي، چې سوداګرۍ او صنايعو وزارت يې كولاى شي او زه تاسو ته ډاډ دركوم كه په راتلوونكي كه داسې وشي هغه اشخاص به در وپېژنم او ياد ټكي به يې په وړاندې عملي كړو“

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست وايي، چې دوى د سون د موادو له ځينو سوداګرو سره خبرې پيل كړي، چې له احتكار څخه لاس واخلي او بې كيفيته تېل رانه وړي.

ده وويل، چې داسې هڅې يې پيل كړي چې په راتلوونكې يوه اونۍ كې به د تيلو په بيو كې د پام وړ بدلون راشي:

”موږ هره اونۍ د سون موادو له واريدونكو سره د سون موادو د را رسېدلو او خرڅولو بيې تنظيم كوو او تاسو ته ډاډ دركوم، چې په راتلوونكې يوه اونۍ كې به د تيلو پخوانۍ بيه چې ۴۲ افغانۍ وه خپل حالت ته راشي.“

د تيلو ټانكونو د چارواكو د معلوماتو له مخې اوس د كابل په بازارونو كې يوليټر ډيزل په ۴۷ افغانۍ او يو ليټر پطرول د ۴۷ او ۵۰ افغانيو ترمنځ خرڅېږي.

څه باندې درې اونۍ مخكې د تيلو بيي هغه وخت پورته شوې چې ويل كېږي د تيلو ځينو سوداګرو، د دوى د تيلو د ټانكرونو د درولو په غبرګون كې د تيلو احتكارپيل كړ.

په همدې حال كې د سون موادو ځينې واردونكي پر دوى لګېدلي تورونه ناسم بولي او وايي چې هڅه كوي هېواد ته با كيفيته تيل راوړي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG