د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

وردک: د ولسي جرګې امنیتي پلان به د چنګاښ له شلمې پلي شي


د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک
د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک

افغان چارواكي وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره يې امنيتي پلان جوړ كړى چې د سرطان له شلمې نيټې نه به تطبيق شي. د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزير او د كورنيو چارو وزارت سرپرست د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ددغه پلان په اړه معلومات وركړل.

د افغانستان د دفاع وزرات وايي، د ولسي جرګې د روانو انتخاباتو لپاره امنيتي تيارى به په څلور مرحلو كې پلي شي.

دغه څرګندونې د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې عمومي غونډې ته، د دغه جرګې د روانو انتخاباتو لپاره د امنيتي تيارو د رپوت د وړاندې كولو پر مهال وكړې.

نوموړي زياته كړه، چې د انتخاباتو د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي پوځي تيارى په پام كې نه دي نيول شوي.

ښاغلي وردګ د امنيت د ټينګښت لپاره د يو لړ تصفيوي عملياتو په هكله داسې معلومات وركړل:
د کورنیو چارو سرپرست وزیر منیر منګل

"لومړنۍ مرحله چې د تير كال د حوت له څلورمې نېټې څخه را پيل او د سږكال د سرطان تر مياشتي پورې به ادامه و لري، د پلان جوړولو، عملياتو، د ځواكونو د احضاراتو د تياريو، د تهديدونو كشف او څېړنې او د ملي پوليسو د فعاليتونو د ملاتړ مرحله ده.

دوهمه مرحله د چنګاښ یا سرطان د يويشتمې څخه پيل او د وږدي یا سنبلې تر شلمي پورې به ادامه و لري، چې په دې مرحلې كې د تصفيوي او محاربوي عملياتو تر سره كېدل د پوليسو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون څخه ملا تړ او همدا راز د ټاكنو د خپلواك كميسيون د انتقالاتو د ملاتړ مرحله ده."

جنرال وردك همداراز وويل، د استخباراتي معلوماتو له مخې د دولت د وسلوالو مخالفينو ۱۶۰۰ ډلو، چې ټول ۳۰۰۰ تنه دي، د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره چمتووالى نيولى دى.

د دفاع وزير دغه څرګندونې د ولسي جرګې دغړو د اندېښنې وړ شوې او دوى د ولسي جرګې د انتخاباتو په هكله خپلې اندېښنې په پوښتنو كې مطرح كړې.

د كورنيو چارو وزارت سرپرست جنرال منير منګل، چې غونډې ته وربللى شوى و، ويل، چې له ۳۶۴ ولسواليو څخه شا وخوا ۳۵۵ ولسوالۍ د د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا له امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي منګل وويل، چې د وسلوالو مخالفينو ګواښ په درېيو كټګوريو وېشل شوي دي او زياته يې كړه، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنيت د تينګښټ لپاره يې درې امنيتي كمربندونه په پام كې نيولي دي.
د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانوني
د كورنيو چارو وزارت د سرپرست له رپوت وروسته، د انتخاباتو امنيتي حالت له ننګونو ډك وباله.

نوموړي همداراز له امنيتي ارګانونو څخه د ولسي جرګې د روانو انتخاباتو لپاره د لا زياتو امنيتي تياريو غوښتنه وكړه.
د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانوني


"د امنيت موضوع ډيره پيچلې ده دا چې په ۸ كلو حل نشوه په ۳ مياشتو به هم نه حليږي زه داسي وړانديز كومه د دفاع د وزير صاحب ته او هيله لرمه د منګل صاحب څخه چې دا امنيتي موضوعات د ولس مشر سره شريك كړئ.

كه موږ يوازې په پروګرام جوړولو بسنه و كړو، نو زه هيله كوم، چې عاجله جلسه و نيسو او پريكړه و كړو كه چيرې دا موضوع تر جمهوري رياسته پورې و رسيږي، نو زه مطمين يم چې هغه به په دې هكله پرېكړه و كړي."

ټاكل شوې، چې د ولسي جرګې انتخابات د وږي یا سنبلې مياشتې په ۲۷ نېته وشي او په دې انتخاباتو كې شا و خوا ۲۴۰۰ كسانو ځانونه كانديد كړي دي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې دغو انتخاباتو ته يې په ټول هېواد كې ۶۸۵۳ د راى اچونې مركزونه ځانګړي كړي دي.

تاكل شوې، چې د چنګاښ یا سرطان مياشتې له دويمې نېټې څخه به انتخاباتي كمپاين هم پيل شي، خو كانديدان د ناامنى له كبله اندېښمن دي.
XS
SM
MD
LG