د ناروې هېواد په افغانستان كې د اساسي روغتيايي خدمتونو د پراختيا لپاره له عامې روغتيا وزارت سره له دوو سوو مليونو افغانيو ډېره تازه مرسته وكړه.
د دې مرستې د لګولو لپاره د چهار شنبې په ورځ د عامې روغتيا وزارت له يوشمېر نړيوالو او ملې موسسو سره تړون لاس ليك كړ.
د عامې روغتيا وزارت سرپرستې وزيرې ډاكټر ثريا دليل د دغه تړون د لاسليك كولو په مهال وويل، دغه پيسې به د افغانستان په لسو ولايتونو كې ولګول شوي.
"په دې اتو ولايتونو كې كندهار، دايكندي، كندز، باميان، سمنګان ، سرپل، بلخ او جوزجان شامل دي.
د روغتيا وزارت به په دوو نورو ولايتونو يعنې، پروان او پنجشير كې هم لومړني روغتيايي خدمتونه د روغتيا وزارت له خوا د روغتيايي تقويتي ميكانيزم له لاري به پلي شي."
دعامې روغتيا وزارت وايي، چې دا روغتيايي پروګرام به شپږ دېرش مياشتې دوام وكړي او د دې پروګرام د پلي كولو له څرنګوالي به په جدي توګه څار وكړي.
په عين وخت كې د ناروې سفارت استازي سيو كاسپيرين وويل، چې د دې پروګرام اصلي تمركز د ماشومانو او ميندو پر روغتيا دي.
نوموړي وويل، چې ناروې به له افغانستان سره نه يواځې د روغتيا بلكې په ټولو برخو كې خپلي مرستې ته دوام وركړي.
"زه فكر كوم چې د دې پروګرام پلي كول به د وړاندې كيدونكو روغتيايي خدمتونو باندې ډير اغيز وكړي، په دې پروګرام كې اساسي تمركز د ميندو او ماشومانو په روغتيا دي.
كه څه هم چې د افغانستان د روغتيا په برخه كې پرمختګ شوی دی خو لا هم په دې برخه كې ډېرو هڅو ته اړتيا ده، دا مرسته به زموږ وروستۍ مرسته د روغتيا له برخې سره نه وي، ناورې نه يواځې د روغتيا بلكې په نورو برخو كې هم اوږده پلانونه لرې."
د روغتيا وزارت په داسې حال كې د روغتيايي اساسي خدمتونو د پراختيا لپاره نوي مرستي تر لاسه كوي، چې لاهم داسې انتقادونه موجود دي، چې د هېواد په ليري پرتو ولايتونو كې خلك له اساسي روغتيايي خدمتو بې برخې دي.
د ليري پرتو ولايتونو اوسيدونكي شكايت كوي، چې روغتونونه هم د وسايلو او هم د مسلكي ډاكټرانو له كموالي سره مخ دي، چې پر وخت سره د ناروغ درملنې وړتيا نه لري.
خو افغان چارواكي وايي، چې د كميت او كيفيت له پلوه په روغتيايي خدمتونو كې د پام وړ بدلون هم راغلى او په دې برخه كې يې هلې ځلې دوام لري.
راپور: ذكيه غياثي