د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۰

په لوګركې د بيارغونې لړۍ چټكه شوې


په لوګر كې د انجونو ښوونځى
په لوګر كې د انجونو ښوونځى

د لوګر سيمه ايز چارواكي وايي، چې له تېرو دوو كلونو راهيسې د دې ولايت په بيارغونه كې د پام وړ چټكوالې راغلې. دوى څرګندوي، چې په تېرو دوو كلونو كې د ايتلافي ځواكونو او د چك د بيارغونې د ټيم له خوا لسګونه مليونه ډالره د دې ولايت په بيارغونه په ځانګړې توګه د سړك جوړونې په برخه كې لګول شوي.

په لوګرولايت كې په تېرو دوو كلونو كې نږدې اويا مليونه ډالره په بيارغونه لګول شوي، چې ډيره برخه يې د مركز پل علم د واټونواو د ولسواليو دغزېدلو لارو په جوړولو او قيركولو لګيدلي دي.

د دې ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چې د خلكو په سلا مشوره دوى غوره وبلله، چې د بيارغونې په برخه كې د كليو او ولسواليو لارې قيركړي ترڅو مركز ته د خلكو په راتګ راتګ كې اسانتياوې رامنځ ته شي.

د لوګرښاروال محمد هاشم حسين په پل علم ښاركې د سړك جوړونې د كار له بهير څخه د ليدنې په مهال ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوه ويشت كيلو مټره واټونه د دې ولايت په مركز پل علم كې قير شوي او د دې ولايت په شپږو اړو ولسواليو كې هم په ورته توګه د بيارغونې كارونه روان دي.

د ښاغلي حسين خيل په خبره دوى د هرې پروژې په عملي كولو كې د سيمې له اوسيدونكو سره سلامشوره كوي ترڅو د بيارغونې كارونه د هغوى په خوښه او ملاتړ په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

په عين حال كې د لوګر اوسيدونكې كه څه هم د دې ولايت په يو شمېر لرو پرتو سيمو كې د بيارغونې روان بهير يو څه پڅ بولي خو وايي، چې په شوېوكارونو خوښ دي او بايد چې د لوګر د مركز پل علم په څير په نورو ولسواليو كې هم د بيارغونې لړۍ چټكه شي.

د لوګرد والي وياند دين محمد درويش وايي، چې د دې ولايت په ځينو سيمو كې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو له امله د بيارغونۍ لړۍ يوڅه ټكنۍ ده، خوهڅه كيږي چې د خلكو په مرسته او خوښه هلته هم د بيارغونې پروژې عملي شي.

د دين محمد درويش په خبره په لوګر كې د بيارغونې چارې تر ډيره د چك د بيارغونې د ټيم او په دې ولايت كې د ميشتو ايتلافي ځواكونو له خوا پرمخ وړل شوي دي:

"په لوګر ولايت كې په تېرو دوو كلونو كې كابواوه شپيته مليونه ډالره د بيارغونې په برخه كې لګول شوي، چې تر ډيره په سړكونو په مصرف رسيدلي.

د دغو پيسو يوه برخه د چك جمهوريت د بيارغونې د ټيم له خوا بله برخه يې د امريكايي ځواكونو له خوا او درېمه برخه يې د لوګر د ښاروالۍ له خوا ده چې دا پروسه لا هم دوام لري."

خو د سيمې اوسيدونكې له دې سره سره چې د لوګر په مركز پل علم او نورو امن لرونكو سيمو كې د بيارغونې په شوو كارونو خوښ دي غوښتنه كوي، چې حكومت بايد هڅه وكړي د ازرې په لرې پرتې او د خروار او څرخ په نا امنو ولسواليو كې هم بيارغونې ته زور وركړي.

دوي وايي، چې د بيارغونې د پروژوعملي كېدل له يوې خوا په سيمو كې د پرمختګ او ودې لامل ګرځي او خلكو ته كارونه پيدا كوي بل لور ته فقر له منځه وړي او امنيتي ستونزو ته هم د پاى ټكى ږدي.
XS
SM
MD
LG