د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

امريكا:افغانستان د يوتريليون ډالرو په ارزښت طبيعي زيرمې لري


افغانستان د پام وړ زیرمې لري
افغانستان د پام وړ زیرمې لري

د امریکا جیولوژیستانو په افغانستان کې د نژدې یو تریلیون ډالرو په ارزښت د طبیعي زیرمو د موندلو خبر ورکړی. د جیولوژۍ د کارپوهانو په وینا په دې زیرمو کې د اوسپنې، سروزرو، مسو، لیتیوم، نیوبیوم او کوبالت کانونه شامل دي او بیه یې هومره زیاته ده چې کولای شي جنګ ځپلی افغانستان د نړۍ د طبیعي زیرمو په یوه لوی صادروونکي هېواد واړوي.

د امریکا د دفاع وزارت جګ پوړو چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د افغانستان د لیتیوم زیرمې له بولیویا سره چې اوس مهال د لیتیوم لوی صادروونکی هېواد انډول دي او دومره پراخې دي چې کولای شي افغانستان د لیتیوم په صادرولو کې له سعودي عربستان سره چې د تېلو لوی صادروونکی هېواد دی سیال کړي.

لیتیوم هغه ماده ده، چې د موبایل ټيليفونونو او برقي موټرو د بترېو په چارجرونو کې کار ترې اخیستل کېږي.

د امریکايي چارواکو په وینا د افغانستان د اوسپنې او مسو کانونه هم ډېر پراخ دي او افغانستان کولای شي د دې موادو لوی صادروونکى هېواد شي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیترایوس نیویارک ټایمز ته ویلي دي، افغانستان د پام وړ زیرمې لري خو په دې اړه هم سوالونه شته چې دا کار به څنګه او په څه ډول سره کېږي خو له دې سره سره دی وايي چې دا طبیعي زیرمې ډېرې پراخې دي.

ورځپاڼه د افغانستان د کانونو د وزارت د سلاکار جلیل جومیراني له قوله لیکي چې وايي، دا زيرمې د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر کېدای شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د افغانستان د کانونو په اړه دا نوي معلومات د امریکايي جیولوژیستانو یوې وړې ډلې او د امریکا د دفاع وزارت
چارواکو د هغو معلوماتو پر بنسټ ترلاسه کړي دي، چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د شوروي کار پوهانو له خوا برابر شوي وو.

دا معلومات افغان جیولوژیستانو د تنظیمي جګړو پرمهال په خپلو کورونو کې ساتلي وو څو زیان ورته وانه وړي، خو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته یې بېرته سره یوځای کړل.

د کانونو وزارت یوه پخواني کارکوونکي انجنیراحمدهژبر نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د دې کانونو نقشې موجودې وې خو د دېرش پنځه دیرش کاله جګړو له امله کار نه و پرې شوی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي ته هم په دې اړه معلومات ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG