د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

زلمی رسول: د سیکا او شانګهاي په غونډو کې افغانستان سره د مرستو ژمنه وشوه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په تركيه او ازبكستان كې د سيمې دوه معتبرو كانفرانسونو او غونونډو سيكا او شانګهاي ته په اشاره وويل، چې له افغانستان سره د همكاري په برخه كې مثبتې ژمنې وشوي، خو هيله يې څرګنده كړه چې پاكستان به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه كي مهم رول ادا كړي.

د شانګهاي د كانفرانس او د سيكا له غونډې وروسته چې په تركيه او ازبكستان كې جوړه شوي وه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې دوی په دواړو كې مهمې لاسته راوړنې درلودې خو د سيمې هيوادونه په ځانګړي توګه پاكستان بايد مهم رول ادا كړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمي رسول د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې دا ډيره مهمه ده چې پاكستان د افغانستان د سولې اوثبات په برخه كې كار وكړي.

"له پاكستان څخه مو دا تمه وه، چې د سولې د جرګي له پريكړو ملاتړ وكړي ځكه تاسو پوهيږي، چې د پاكستان له مرستې پرته سوله نا ممكنه بريښي او دا چې په دې غونډو كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان كې د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ څرګند كړ دا موږ ته ډيره مهمه وه."

د سيكا غونډه د اسيايي هيوادونو ترمنځ د باور د رامنځته كولو په هدف په تركيه كې جوړه شوې وه، چې شل غړي هيوادونه لري او شنګهايي چې ورته د سيميزو اقتصادي همكاريو سازمان وايي، شپږ غړي هيوادونه لري، چې په دواړو غونډو كې له افغانستان سره نه يواځې په اقتصادي ډګر بلكې د تروريزم سره د مبارزې په برخه كې د مرستو ستري او مهمي ژمنې وشوې.

د پاكستان د همكاريو پرسر د خبرو ترڅنګ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل، چې دوی يو لوړ رتبه پلاوی ټاكلې چې ډېر ژر به ايران ته ولاړ شي څو د افغان بنديانو په اړه له ايراني چارواكو سره خبرې وكړي ځكه د ده په باور دا سمه ده، چې افغانستان له ايران سره دوستانه اړيكي غواړي خو د دې ترڅنګ د خپلو خلكو په اړه تري پوښتنه هم كوي.

"زموږ يو لوړ رتبه پلاوی دامهال چمتو دی، چې ايران ته ولاړ شي او د دغو مسالو په اړه له ايران سره خبرې وكړي او د دغو افغان بنديانو په اړه معلومات ترې ترلاسه كړي. دغه هيات به په راتلونكو څو ورځو كې ايران ته ولاړ شي."

د افغانستان په لويديځ كې يوشمېر افغانانو ويلي وو، چې په ايران كې شاخوا ۴۰ تنه افغان بنديان، چې د ايراني چارواكو په وينا د نشي موادو سره د تړاو په تور نيول شوي وو، اعدام كړاي شوي دي خو د ايران دولتي چارواكو لا تراوسه پورې يواځې د شپږو افغانانو د اعدام خبر تاييد كړي دي.

دغه راپور زيات افغانان په غوصه كړل، چې په ترڅ كې يې د كابل په ګډون د افغانستان په يوشمېر مهمو ښارونو كې خلكو د ايران د حكومت پرضد په مظاهرو هم لاس پورې كړ.

كارپوهان وايي، چې پاكستان او ايران د افغانستان د سولې او ثبات په برخه كې مهم رول لوبولي شي خو كه له زړه يې وغواړي، په عين حال پر دواړو هېوادونو دا تورونه هم شته دي، چې په افغانستان كې د مخالفينو د روزلو او تجهيزولو په برخه كې ډيره زياته مرسته كوي كه څه هم د پاكستان او ايران حكومت دغه تورونه رد كړي دي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG