تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۱

د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ په كابل كې ونمانځل شوه

د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر مصطفى ظاهر
د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر مصطفى ظاهر
په كابل كې د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ د كابل په پوهنتون په داسې حال كې ولمانځل شوه، چې د روغتيايي چارواكو په وينا هر كال په كابل كې ډېر شمېر كسان د ككړ چاپېريال له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته كيږي او يا هم مري.

د دې ورځې په مناسبت د پنځشنبې په ورځ جوړه شوې غوندې ته په وينا كې د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر مصطفى ظاهر وويل، چې د چاپېريال په وړاندې ناسم چلند، خلك يې له ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي.

ښاغلي ظاهر وويل، چې د چاپېر د ساتنې لپاره بايد اوږد مهاله ستراتيژيك پلانونه په پام كې ونيول شي.

"هغه مهال چې پلانونه جوړه وو، بايد ستراتيژيك او اوږد مهاله وي. حد اقل د راتلونكو ۵۰ كلونو لپاره وي او زه په ډاګه درته وايمه، چې حكومت يي نه شي كولى، د چاپېريال ساتنې ملي اداره يې په يوازې توګه نه شي كولى، د كرنې وزارت او نور وزارتونه يې په يوازې توګه نه شي كولى."

ښاغلي ظاهر په كابل كې د بې كيفيته تېلو كارونه او په دې ښار كې د نفوس ډېروالى د چاپېريال د ككړيتا لاملونه وبلل.

همداراز دې غونډې ته د كابل والي ذبيح اله مجددي او د كابل پوهنتون ييس حميدالله امين هم ويناوې وكړې.

دوى په هيواد او په تيره بيا په كابل كې د چاپيريال د ساتنې لپاره د ځانګړو پروګرمونو د پلې كولو غوښتنه وكړه.

د كابل پوهنتون رييس حميدالله امين وويل، چې كابل پوهنتون دې برخې ته پاملرنه كړې او د چاپېريال ساتنې د زده كړې يو ځانګړى ډيپارټمنټ يي جوړ كړى دى.

خو عام افغانان بيا اړوند چارواكي تورنوي، چې له تېرو څو كلونو راپدېخوا د چاپېريال له ككړتيا د مخنيوي لپاره د زياتو هڅو ژمنې كړي، خو د هغو په پلې كولو كې پاتې راغلي.

دچاپيريال ساتنې کارپوهان په دې برخه کې د افغانستان د لويو ښارونو حالت خطرناک بولي او وايي، د زرغونو سيمو نشتوالى، د بې کيفيته تيلو کارول او چاپيريال ساتنې ته د ښاروالۍ نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ورځ تر بلې د اکسيجن اندازه لږه شي.

په عينې حال كې افغان روغتيايي چارواكو دا خبردارې هم وركړې، كه دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونشي نو ممكن په راتلونكو څو كلونو كې په كابل كې ژوند كول له ستونزو خالي نه وي.
​
XS
SM
MD
LG