د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

کرزی د شاهنګهایي په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ


افغان ولسمشر حامد كرزې د شانګهايي د همكاريو د سازمان په سرمشريزه كې د ګډون لپاره د يو جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبكستان ته رسيدلی دی. په جمهوري رياست كې چارواكي وايي، چې ولسمشر كرزې به په دې سرمشريزه كې د ځانګړي ميلمه په توګه ګډون وكړي. له ولسمشر كرزي سره په دې سفر كې د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمې رسول، د ملي امنيت سلا كار ډاكټر سپنتا هم ملګري دي.

افغان ولسمشرحامد كرزې به د شانګهايي په سرمشريزه كې د سيمې د هيوادونو ترمنځ د اقتصادي راكړې وركړې د زياتولو ترڅنګ د تروریزم په خلاف په روانه مبارزه كې په لا زياتې همكارۍ ټينګار وكړي.

د شانګهايي د سيمه ايزو همكاريو د سازمان دا سرمشريزه د جمعې په ورځ د ازبكستان په پلازمينه تاشكند كې پرانستلې كيږي او افغان ولسمشر په كې د يو ځانګړي ميلمه په توګه ګډون كوي.

ښاغلې كرزی، چې د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمې رسول او د ملي امنيت سلا كار ډاكټر سپنتا هم ورسره ملګري دي، د پنجشنبې په ورځ ازبكستان ته رسيدلی دی.

د ولسمشر كرزي د رسنيو دفتر د يو بيان په خپرولو سره ويلي، چې ښاغلې كرزی به دې سرمشريزې ته په خپله وينا كې د سيمه ايزې همكارۍ د ودې او پراختيا په برخه كې د افغانستان دريځ څرګند كړي.

په همدې حال كې افغان كتونكي بيا د شانګهايي په دې سرمشريزه كې د ښاغلي كرزي ګډون خورا مهم بولي، خو دا سپارښتنه هم كوي، چې افغان مشران بايد له دې غونډې نه د سيمه ايزو همكاريو د جلب لپاره پراخه ګټه واخلي.

د ولسمشر د رسنيو د دفتر په بيان كې دا هم ويل شوي، چې ښاغلې كرزې به د دې سرمشريزې په څنډه كې د دغه سازمان د يو شمير غړو هيوادونو له مشرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري، چې تر ډېره به د دوه اړخيزو اړيكو په پراخولو متمركزې وي.

د شانګهايي د سيمه ايزو همكاريو سازمان په ۲۰۰۱ ميلادي كال د شپږو هيوادونو په غړيتوب سره، چې په هغو كې روسيه، چين، قزاقستان، قرغزستان، ازبكستان او تاجكستان شامل دې په سيمه ايزو همكاريو د پراخولو په هدف جوړ شو.

اوس مهال څلور نور هيوادونه، چې په هغو كې هند، پاكستان، ايران او مغولستان شامل دي د ناظر په توګه په كې غړيتوب لري او افغانستان په دې سرمشريزه كې، چې د دغه سازمان لسمه سرمشريزه ده د ځانګړي ميلمه په توګه ګډون كړي.
XS
SM
MD
LG