په افغانستان كې په راروان اوړي كې كه څه هم د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه لا د مخه اټكلونه موجود وو، خو اوس د ناټو ځواكونه له پولو بهر د طالبانو په ملاتړ كې هم د زياتېدو خبره كوي.
په كابل كې د ايساف د عامه اړيكو مسوول ډګروال وين شينكس وويل، كه څه هم د افغانستان له پولو بهر، چې ده دوه خطرناكه ګاونډ وبلل، د طالبانو ملاتړ مخ په زياتيدو دی، خو د ده په وينا د طالبانو د ځواك اساسي برخه په افغانستان كې ده.
د ډګروال شينكس اشاره، چې له ازادی راډيو سره يې په يوه ځانګړې مركه كې خبرې كولې ايران او پاكستان ته وه.
"د افغانستان په ګاونډ كې خطرناكې سيمې دي او د ايران او پاكستان د پولو په دواړو خواو كې د طالبانو ملاتړ مخ په زياتيدو دی.
كه څه هم د روان تاوتريخوالي اساسي برخه هغه طالبان جوړوي، چې اوس مهال په افغانستان كې دي، خو د دوى ملاتړ له بهره كيږي او د دوى مشران له پولو بهر دي."
د ډګروال شينكس په وينا، دوى په ځانګړې ډول له وسلوالو مخالفينو سره د ايران د پوځي مرستو او د هغوى د روزلو په اړه كره راپورونه په واك كې لري.
د ناټو ځواكونو دا څرګندونې په داسې حال كې كړي، چې د تاوتريخوالي په يوه نوې څپه كې په تېرو څلورو ورځو كې د ناټو له شلو نه زيات سرتيري وژل شوي.
خو ډګروال شينكس په تاوتريخوالي او د دوى په مرګ ژوبله كې دا زياتوالې د توقع په خلاف و نه باله.
د ده په وينا په داسې حال كې، چې دوى خپل ځواكونه زياتوي او نا امنو سيمو ته يې لیږي نو د لنډ وخت لپاره د لا زيات تاوتريخوالي تمه كيږي.
"موږ په تير كې او په نورو سيمو كې هم ليدلي، كله چې موږ يوې سيمې ته ورننوځو او د خلكو د خوندي كولو لپاره له افغان ځواكونو سره په ګډه امنيت ټينګ كړو، نو په تاوتريخوالي كې هم كمې راځي.
خو دا هرڅه لږ وخت ته اړتيا لري، دا موږ ته كومه انديښه نه پيدا كوي، بلكې د وضعې د بدلولو هيله رابښي.
كه څه هم تل په افغانستان كې د روان تاوتريخوالي اساسي علت بهرنۍ لاس وهنه او له پولو بهير د طالبانو ملاتړ ښودل كيږي، خو تراوسه پورې له پولو بهر د دوى د ځالو د له منځه وړلو لپاره كوم ګام نه دی پورته شوی.
افغان دولت او پوځي كتونكي تل پرې ټينګار كوي، چې د دغو ځالو د له منځه وړلو پرته په افغانستان كې د ترورزم په خلاف روانه مبارزه كومې حتمي نتيجې ته نه شي رسيدلی.