د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

ځيني ولايتونه د پروګرامونو په لاهمغږي كولوكې هلې ځلې كوي


د لوګر، ميدان وردګ او د غزني واليانو په خپلو ګډو هڅو كې سره همغږي كوي
د لوګر، ميدان وردګ او د غزني واليانو په خپلو ګډو هڅو كې سره همغږي كوي

د افغانستان د ځينو ولايتونو چارواكو په دې وروستيو كې په خپلو ولايتونو كې د يو شمېر پروګرامونو د لا همغږۍ په برخه كې هلې ځلې پيل كړي دي. ويل كيږي، چې په وروستۍ غونډه كې د غزني، ميدان وردګو او د لوګر ولايتونو چارواكي سره راټول شوي وه، چې د امنيت د تامين، بيارغونې او غوره حكومت داري په برخه كې يي سره بحث او صلا مشورې وكړې.

وروسته له هاغې چې د كابل د درېو ګاونډ ولايتونو واليانو په خپلو ولايتونو كې د موجوده ستونزو د حل په لارو چارو باندې خبرې وكړې، تمه ده چې دغه ډول همغږي به د افغانستان د نورو ولايتونو ترمنځ هم رامنځته شي.

د لوګر والي جنرال عتيق الله لودين د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې د دوي، ميدان وردګو او د غزني د واليانو ترمنځ چې د يكشنبې په ورځ كومه غونډه وشوه د هغې اساسي هدف دا وه، چې په دغو ولايتونو كې د چارواكو ترمنځ په بېلابېلو پروګرامونو كې همغږي رامنځته شي:

"دغه غونډه يي د درېو هدفونو لپاره جوړه كړې وه، چې هغه امنيت، بيارغونه او غوره حكومت ده.

په دې غونډه كې مو په دې باندې خبرې وكړې، چې څه ډول كولاى شو چې په امنيتي او په دې نورو برخو سره همغږي وه اوسو"

ويل كيږي، چې په دې غونډه كې د واليانو ترڅنګ د ولايتي شورا غړو، د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت او د دغو درېو ولايتونو د ولايتي بيارغونې د ډلو چارواكو برخه اخيستې وه.

په عين حال كې ځيني كارپوهان بيا دا نه ردوي چې ښايي په داسې غونډو سره به ځينې واليان وغواړي، چې د مركزي حكومت پر ضد يوه جبهه رامنځته كړي.

خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد په ډاډ سره وايي، چې د داسې غونډو څخه هدف يواځې دومره دى چې په دغو هم سرحدو ولايتونو كې امنيتي وضعه ښه شي او بس.

ويل كيږي، چې ورته بله غونډه به په لوګر ولايت كې جوړه شي چې په هغې كې به د كابل، باميانو او پكتيا واليان هم برخه واخلي.

افغان چارواكي، په داسې حال كې په ځينو ولايتونو كې د وضعي د ښه كېدو هڅه كوي، چې همدا اوس هم د افغانستان په ځينو ولايتونو كې په نسبي توګه هم امنيت خوندي نه دى او هغه پيسې چې د بيارغونې د پروژو په هدف وركړل شوى دى.

هغه تر ډيره بريده د دغو ولايتونو د واليانواو د هغوي د ملګرو له خوا چور او تالان كيږي، خو دغه ادعاوې په ډيرو حالاتو كې ناسمې بلل شوي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG