د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۵

فطرت: تر راتلونکو ۲ کلونو پورې نوو بانکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو


د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت
د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت

د افغانستان بانك عالي شورا، د هيواد اقتصادي وضيعت او د بانكداري د نظام بهير مثبت ارزيابي كړ. دې شورا د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، چې اوسمهال په هېواد كې ترډېره حده د توارم مخه نيول شوې او هڅې روانې دې، چې د افغانۍ ارزښت پرځاى وساتي او د بانكدارۍ نظام داسې اعيار كړي، چې د خلكو د اخستو توان كمزورى نه شي.

د افغانستان مركزى بانك پتيلې ده، چې په هېواد كې د بانكدارۍ د نظام د لاسمون او ښه پرمختګ لپاره، بانكي نظام كنټرول او ترراتلونكو دوو كلونو پورې، د نويو بانكونو د جوړېدو مخه ونيسي.

د افغانستان بانك رييس عبدالقدير فطرت د دوشنبى په ورځ يوې خبري ناستې ته د هېواد د بانكدارۍ د نظام پرمختګونه وستايل او ويې ويل، چې د هېواد د بانكونو عالى شورا پرېكړه كړې ده، چې په هېواد كې د موجوده بانكونو پرمختګ او پراختيا ته زياته پاملرنه وكړي.

"ترراتلونكو دوو كلونو پورې، ټول هغه هېوادوال چې بانك جوړول غواړي، غوښتنليكونه يې نه اخلو.

غواړو په هېواد كې موجوده بانكونه له نړيوالو معيارونو سره برابر او په پښو ودروو. مشهور او معتبر نړيوال بانكونه له دې پريكړې استثنا دي."

ښاغلي فطرت د بانكو د عالي شورا په استازيتوب وويل، چې وروسته له دې به د بانكونو نظام په جدي توګه كنټرول او د بانكونو خاوندان چې مسلكي نه وي او په بانكدارۍ كې تخصص ونه لري، نه شى كولى چې د بانك رييس واوسي.

په غونډه كې دا هم وويل شول، چې اوسمهال په بانكي سيسټم كې افغانۍ خپل ځاى موندلى او د توارم مخه يې نيولې ده او هڅې روانې دي، چې د ماركيټ د لاكنټرول په نتيجه كې، د خلكو د اخيستو توان كمزورى ته پري نه ږدي.

ښاغلي فطرت وويل، دم ګړۍ په مجموع كې د هېواد د بانكي زيرمو اندازه څه دپاسه څلور ميليارده ډالرو ته پورته شوې او څه باندې يوميليارده ډالره پورونه يې خلكو او شركتونو ته وركړي دي.

د افغانستان بانك رييس داهم وويل، كه د بانكونو د شمېر د زياتوالى په نسبت د موجوده بانكونو كارى كيفيت ته پاملرنه وشي. خدمات به يې له دې هم اغيزمن شي.

"غواړو د هيواد اوسني بانكي نظام ډېر عښتلي شي او د هېواد خلكو ته د شرايطو او غوښتنو سره سم اغيزمن خدمات ترسره كړي."

اوسمهال په افغانستان كې، دوه دولتي او پنځلس خصوصي بانكونه فعال دي
چې په دوى كې پنځه بهرني دي.

سره له دې چې چارواكي په هېواد كې د بانكونو پرمختګ مثبت ارزيابي كوي خو كارپوهان وايي، چې د دوى د سالم رقابت په نيتجه كې بايد سوداګرو او پوراخيستونكى ته زياتي اسانتياوى برابرې شي.

دوى وايي، اوسمهال د دې بانكونو د پور وركړه كمه او د بېرته اخيستو شرایط يې سخت دي.
XS
SM
MD
LG