د ملګروملتونو امنیت شورا نن غزی ته پر روانو د مرستو پر کښتیو د اسرایلو برید وغنده .
د ملګروملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو ترشاه له څه باندې لس ساعته خبرو وروسته د یو رسمي بیان په صادرلو سره د دغې پیښې په اړه د بې پرې او شفافې څیړنې غوښتنه وکړه.
د ملګروملتونو دامنیت شورا د پنځلسو غړیو دغه بیان هغومره قوي نه دی چې فلسطینیانو، عربي هیوادونو او ترکیې یې غوښتنه کوله.
دوی په سختو الفاظو د اسرایلي ځواکونو د حملې د غندنې او د نړیوالې خپلواکې څیړنې غوښتنه کوله.
د امنیت شورا غړیو په انفرادي بیانونو کې په نړیوالو اوبو کې د اسرایل دغه عملیات چی لږترلږه نهه تنه فعالان په کې ووژل شول، وغندل.
د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو له اسرایل څخه وغوښتل چې پرغزې لګول شوې محاصره سمدستي پای ته ورسوي.
په ملګروملتونو کې د بریتانیا سفیر مارک لیال ګرانت د امنیت شورا له عاجلې غونډې مخکې وویل چې پرغزې باید داسرایل لګول شوي محدودیتونه لرې شي.
دیوه بل خبر له مخی :
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسرایل صدراعظم بینامین نیتانیاهو ته په تیلفون وویل، دا ډيره مهمه ده چې د مرستو رسولو پرکښتۍ د حملې په اړه ټول حقایق ژررترژره راټول شي.
داپه داسې حال کې ده چې نیتانیاهو د دې پیښی وروسته واشنګټن ته خپل سفرلغوه کړ.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې اوباما د نیتانیاهو پریکړه درک کولای شي او دواړو په دې موافقه وکړه چې په یوه بل مناسب وخت کې به سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په دې پیښه کې پروژنو خفګان څرګند کړی دی.
په همدی حال کې ناټو د ترکیی په غوښتنه یوه عاجله غونډه رابللې ده.
د ناتو ویاند جیمس اپاتورای په یوه بیان کې وویل چې ناتو په نړیوالو اوبو کې د انسانانو پروژنې ژوره اندیښنه څرګندوي.
په دې غونډه کې به دناټو د اته ویشتو غړیو هیوادونو استازي برخه واخلي.